ماشومانو ته مو خبرې ور زده کړئ
له ماشومانو سره خبرو کولو ته کافي وخت ورکړئ چې د خبرو کولو لارې چارې زده کړي او پيا وړي شي. ماشوم ته اجازه ورکړئ چې خبرې وکړي او خپل احساسات پکې څرګند کړي، دا خبرې که بېمفهومه او بېمانا هم وي، هيڅ پروا نه لري.
د ويده کېدو پر مهال ډېری ميندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته نکلونه کوي، خو ښه ده چې کله کله د دې تر څنګ ورته د خبرو کولو چل هم ور زده کړئ، ډيالوګ ډوله خبرې ور سره وکړئ، دا به ستاسې له ماشوم سره مرسته وکړي چې پياوړي او په ځان باوري شي.
کېدای شي ستاسې له ماشومانو سره د ویلو لپاره ډېرې خبرې نه وي، خو کله چې دوی ستاسې غږ اوري، اړ وځي چې ستاسې د خبرو په ځواب کې یو څه و وایي او دا کړنه په ماشوم کې د تکلم قوه په زیاته اندازه پیاوړې کولای شي.
کله چې ماشوم ستاسې غږ اوري، ډېر څه ورسره زده کوي، هغو ماشومانو ته چې تر خوب له مخه خبرې ورته کېږي، شپږ ځله يې د اخيستو قوه د نور وخت په پرتله پياوړې وي.
ارواپوهان په دې ټينګار کوي چې ماشومانو ته داسې کلمې او الفاظ وکاروئ چې هغوی مفهوم ترې واخلي او د خبرو کولو وړتيا يې لوړه کړي. که خپلو ماشومانو ته کتاب لولئ او يا هم ورته نکلونه کوئ، دا ټول يې د خبرو کولو په برخه کې روزي.
تر ټولو ګټوره یې همدا په ګوته کړې چې له ماشوم سره باید ډیالوګ وشي چې ماشوم هم په خبرو کې برخه واخلي، يانې کله چې ماشوم ته خبرې کوئ، هغوی ته هم اجازه ورکړئ چې په خبرو کې ونډه درسره واخلي. د دې کار یوه ښېګڼه دا ده چې ماشوم خبرې کوي کېدای شي، ځینې کلمې او یا توري سم تلفظ نه کړي، خو ميندو او پلرونو ته په کار ده چې ځينې توري او الفاظ ورته بيا بيا تکرار او اصلاح کړي چې په سم ډول يې زده کړي.
میندي او پلرونه باید له دې فرصته په ښه ډول ګټه پورته کړي او خپلو ماشومانوته د نویو لغتونو په ور زدهکولو کې او دغه راز د هغو د خبرو په اصلاح او د خبرو کولو د قدرت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
له ماشومانو سره یوازې خبرې کول بسنه نه کوي، بلکې ميندې او پلرونه باید هڅه وکړي چې خپل ماشومان خبرو کولو ته وهڅوي او د خبرو پر مهال يې په خوله کې ور و نه لوېږي.
0 نظرونه