د بې عدالتۍ احساس او غوسه مو د زړه د ناروغیو لامل کېدای شي
۷ ثور ۱۳۹۷ 124421 0 نظر روزنامه سرخط

د بې عدالتۍ احساس او غوسه مو د زړه د ناروغیو لامل کېدای شي

 هغه کسان چې احساس کوي په کور او یا هم په ټولنه کې له هغوی سره بې انصافي او بې عدالتي کېږي، تر نورو زیات د زړه د حملې له خطر سره مخ کېږي. دغه کسان چې احساس کوي، ورسره بې عدالتي کېږي، د نورو په پرتله ۵۵ سلنه زیات د زړه له ګواښ سره مخامخ کېږي. د بې عدالتۍ احساس د منفي عطوفت د رامنځته کېدو لامل کېږي چې ورپسې بايوکېمېکل بدلونونه پیدا کېږي  .

 څېړنې وايي، په ټولنه کې بايد عدالت پراخه شي، تر څو ددې ګواښ مخه هم ونيول شي. ددې څیړنې پايلو ښودلې چې د ژوند په مختلفو اړخونو کې بې انصافي د زړه ناورغي سختوي او د دغو کسانو روحي او رواني سلامتیا اغېزمنوي.

 څیړونکو دا خبره ثابته کړې، څومره چې وګړي د بې عدالتۍ له احساس سره مخامخ کېږي، هومره دغه ډول خطر زیاتېږي .

بلخوا بيا د یوې بلې طبي څیړنې په پایله کې ویل شوي چې ډېره غوسه د زړه د حملې او عصبي سکتې چانسونه ډېروي.

په امريکا کې څېړونکي دې پايلې ته رسېدلي چې که څوک له غوسې کنټرول له لاسه ورکوي، نو د زړه حملې او ګوزڼ باندې د اخته کېدو له ګواښ سره مخامخ کېدای شي. له غوسې وروسته دوو ساعتونو کې د زړه حملې خطر پنځه برابره زياتېږي.

دغې څېړونکې ډلې دا هم موندلې، څومره چې يو څوک په غوسه کېږي، هغومره خطر ورسره زياتېږي.

څیړونکي وايي، د زړه د حملې زیاتېدل د هر کس په برخه کې توپېر لري، هغه کسان چې ډېر په غوسه کېږي د هغوی چانسونه نسبت هغو ته چې لږ په غوسه کېږي ډېر وي.

ویل شوي، پر هغو کسانو چې په کورنۍ کې یې نور کسان هم د زړه ناروغي ولري، د نورو خلکو په پرتله په اسانه د غوسې له امله د زړه حمله راتلای شي.

 

 

سني لېون اوس د بادرنګو پالېزونه ساتي

Jul 30, 2021 29

د هند د اندهرا پردېش ايالت په نيلور ولسوالي کې يوه کروندګر پر خپله پراخه ځمکه د سني لېون لوی لوی عسکونه ځړولي او په دې باور دی چې د بې‌باکه فلمونو دغه ستورې به يې کرونده له بده [...]

عامر خان دويمه ښځه هم خوشې کوي

Jul 03, 2021 29

د هندي سېنما مشهور ستوري عامر خان اعلان کړی دی چې له خپلې دويمې ښځې کرن راو څخه د ژوند لارې بېلوي او طلاق ورکوي.

يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي

May 05, 2021 29

د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې