په افغانستان کې لومړنی صنعتي پارک
۲۴ ثور ۱۳۹۷ 377911 0 نظر روزنامه سرخط

په افغانستان کې لومړنی صنعتي پارک

په 1352 لمريز کال کې د هند په بې بدله مرستې د کابل د څرخي پله په سيمه کې صنعتي پارکونو پروژه فعاله شوه چې له خصوصي متشبثينو سره يې ډېره مرسته وکړه.

 له 1312-1352 لمريز کال پورې د هېواد په دولتي سکټور برسېره ملي پانګوالو ته هم د صنعتي فعاليتونو اجازه ورکړل شوه چې يو شمېر شرکتونو له بهر څخه سپک او درانه ماشينونه هېواد ته راوړل او په کار يې پيل وکړ چې د دغو خصوصي پروژو شمېر 300 ته رسيد. په دې ډله کې د غالۍ جوړولو، خشکه شويۍ، تشناب کاغذ، کارتن جوړولو، کشمش پاکۍ، اوبدلو، يخ جوړولو، نجارۍ، بوټ جوړولو او يو شمېر نورې فابريکې شاملې وې، خو کله چې په 1357 لمريز کال کې د ثور د مياشتې په اوومه د يوې کودتا په ترڅ کې د افغانستان سياسي حالت بدل شو، په پيل کې يې د يو شمېر کمونسټي هيوادنو له لوري يو شمېر ماشينونه را وارد شول، تر يو وخته يې کار هم وکړ، خو وروسته يو شمېر پانګوالو د زنداني کېدو او وژلو له امله په ټولو چارو کې بدلون رامنځته شو کډوالۍ پيل شوې.

 د هېواد په ولايتونوکې په صنعتي توليداتو کې د کميت او کيفيت له لحاظه ډېر کمښت رامنځته شو، خو له دې ټولو ستونزو سره سره تر 1371لمريز کال پورې په هېواد کې (574)صنعتي او توليدي موسسې موجودې وې چې په دغو موسسو کې د بريښنا د انرژۍ 41، د ډبروسکرو 10، نفت او ګاز درې، کيمياوي صنايع 73، ساختماني صنايع 18، د ماشين جوړولو او فلز کارۍ صنايع 50، د درملو د توليد صنايع درې، د چاپ او خپرونې صنايع 26، د نجارۍ او کاغذ جوړولو صنايع 16، خفيفه صنايع 141، د ارتزاقي موادو صنايع 124 او نورې 69موسسې شاملې وې.

له کال 1371 لمريز کال څخه وروسته په هېواد کې د واک پر سر جګړې پيل شوې او دا پورتنۍ ټولې موسسې زياتره وسوزيدې، ماشينري يې غلا شوه، تر هغه چې طالبان واک ته ورسيدل. هغوی هم پانګوالۍ ته زړه نه ښه کاو، هرڅه په ټپه ولاړ وو. په هېواد کې د موقتې ادارې په رامنځته کېدو سره د صنعت په برخه کې هم ځينې پرمختګونه رامنځته شول. په 1390 لمريز کال کې د هېواد په داخلي ناخالص توليد کې د صنعت د سکتور ونډه 21.3 سلنه وه او په 1388 لمريز کال کې د صنعت د سکتور د داخلي توليد ټوليز ارزښت 8991 ميليونه افغانۍ وو. په 1389 لمريز کال کې 8949 ميليونه افغانۍ او په 1390 لمريز کال کې 10562 ميليونه افغانۍ وه.

همدرانګه له ډېرو لرغونو زمانو راهيسې افغانان د لاسي صنايعو په جوړولو هم بوخت دي. د افغانستان ډېری لاسي صنايع د نړۍ په کچه شهرت لري.

 

افغانستان له ازبکستان د پنځو فابریکو فعالول غوښتي

Jul 09, 2018 29

ولسمشر غني له ازبکستانه غوښتي چې د سمنټو د پنځو فابریکو په فعالولو کې هم ورسره همکاري وکړي.

د وخت مديريت؛ درېيمه برخه

Apr 28, 2018 29

د وخت په مدیریت کې د ښه‌والي او غوره‌والي د پيل ټکی ستاسې مینه او اراده ده. تقریباً ټول خلک دا احساس کوي چې د وخت د مدیریت په اړه يې مهارتونه تر نورو غوره او ښه دي. ډېری خلک څو څو [...]

د وخت مديريت؛ دويمه برخه

Apr 28, 2018 29

د بریالیتوب ګډ حالت یا بڼه

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې