کډوالې مرغۍ
۷ ثور ۱۳۹۷ 144611 0 نظر انگک بنگک

کډوالې مرغۍ

سلام ګلاليو او تنکيو ملګرو!

له مرغانو سره څومره مينه لرئ، نن مو درته د سرخط په دې ګڼه کې د مرغانو د سفر او کډوالۍ په اړه مالومات را ټول کړي، راځئ ويې لولئ.

مرغان له طبيعت سره مينه لري او له هغه سره سازش کوي، هر چېرته چې ورته د ژوند زمينه برابره شي هورې ژوند غوره کوي. له چنچڼو پرته نور ټول مرغان کډه کوي، له يوې سيمې بلې ته ځي.

د مرغيو په تېره د توتکيو په راتګ سره به پخوا بزګران په دې پوهېدل چې پسرلی شو او تخم به يې شينده، اوس هم په ځينو سيمو کې د مرغيو د راتګ سره ډېر خلک د کال فصلونه معلوموي او خپل کارونه ور سره تنظيموي.

کډوال مرغان له مختلفو سيمو راځي، د بېلګې په ډول ډېری هيلۍ له سايبېريا راځي چې ډېر لرې وطن دی. مرغۍ د خپلو بچيو د ژوندي پاتې کېدو او دانې پېدا کولو لپاره هم له سړو سيمو څخه تودو ته کډه کوي د مرغانو کاروانونه سره يو ځای کېږي، بيا حرکت کوي، له يوې سيمې بلې ته تېريږي.

ځينې هغه مرغان چې د هګۍ اېښودو لپاره کډه کوي، لامل يې دا دی چې هغوی په سړه هواکې هګۍ نه اچوي.

کله چې مرغان خپل سفر پيلوي، دوی مخکې له سفر څخه ډېر غوړ خواړه خوري څو پر لاره وږي او ستړي نه شي. که پر لاره داسې شين ځای وي چې اوبه ولري، نو په کې ښکته کېږي دمه کوي.

په تياره کې هم په هغه لارتلی شي چې يو ځل پرې راغلي وي، نو ځکه د شپې هم سفر کوي.

اوس به بريټانوي ماشومان پر سپوږمۍ لوبې کوي

Dec 01, 2020 29

راتلونکی کال به د بريټانوي ماشومانو دوه ريموټي موټرونه د سپوږمۍ پر مخ ور کښته شي او بيا به ورباندې د بريټانيا د ښوونځيو ماشومان له ځمکې لوبې کوي.

مېږی او کوتره 

Oct 03, 2018 29

یو وخت د اوړي ټکنده غرمه وه، یو تږی مېږی کښته پورته ستړی ستومانه وچ حلق لالهانده په اوبو پسې ګرځېده، تر ښه ډېر وخت وروسته یې د اوبو یوه چينه پیدا کړه، مېږي د چینې څنډې ته ور [...]

زمری او موږک

Sep 12, 2018 29

يوه ورځ د ځنګله پاچا زمری ويده و، يوه کوچني موږک د زمري چار چاپېره کښته پورته ځغستل، په دې سره زمری ډېر ژر را ويښ شو، زمري په خپله لويه خپړه کې موږک را ونيو او قوي ژامه يې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې