هوا
د مکتب يو سرويس موټر زدهکوونکي مکتب ته وړي. يو وخت موټر تونل ته نږدې شو، څو مټره مخکې پر يوه لوحه ليکلي وو؛ «ټوله ارتفاع، ۳ مټره!»
د موټر لوړوالی هم درې مټره و، څنګه چې موټروان په دې لاره ډېر تللی راغلی و، ډاډه يې حرکت ته دوام پسې ورکړ؛ خو ناڅاپه د موټر بام له تونل سره ولګېده.
په تونل کې د اوسپنې غنګا کشېده، ډاروونکی اواز اورېدل کېده.
موټر چې ودرېده، ټور سواريان را کښته شول، موټروان او نور کسان له دغې صحنې ځورېدلي ښکارېدل.
وروسته خبره مالومه شوه چې پر سړک يې د قير يو نوی پوښ تېر کړی او ارتفاع ورسره کمه شوې، ځکه خو موټر د پخوا برعکس له تونله ولګېد. په دې وخت کې چا د قير سړک غارلو مشوره ورکړه او چا بيا ويل موټر به په زور باندې کش کړو.
دغو ټولو مشورو چندانې ځای و نه نيو، وروسته يو کشر هلک را وړاندې شو، په تېره غږ يې وويل؛ «ما ته يې چل مالوم دی!»
د ټرانسپورټ يوه مسوول هلک ته وکتل؛ «هله ځه له دوستانو دې مه لېرې کېږه!»
هلک په ډاډه زړه وويل؛
"زما د کم عمر په خاطر په کمه سترګه مه راته ګوره او په ياد لره چې د ستن کوچنی سر د پوکاڼې پر لوی سر څومره ټکه اچوي!؟"
سړي د هلک له حاضرځوابي سره حيران وروکتل او بيا يې اجازه ورکړه چې چاره وکړي.
هلک وويل؛
"تېر کال موږ ته په ښوونځي کې معلمانو په يوه علمي نندارتون کې را زده کړه چې له تر يو تنګ مسير څنګه تېر شو؟ دوی وويل چې بايد ځان د نفس له هوا او د غرور، تکبر، حسادت او تمې له باده خالي کړو، که داسې و نه کړو، په تنګ مسير کې به مو عبور سخت وي."
مسوول سړي وويل؛ ښه نو دا کيسه په سرويس پورې څه اړه درلوده؟
هلک ځواب ورکړ؛ که وغواړو چې دغه قاعده پر موټر تطبيق کړو، بايد د ټايرونو هوا يې کمه کړو چې له دغه تنګ او باريک تونله ووځي.
نفس د کبر، غرور، نفاق او حسادت له هوا خالي کول د ژوند په تنګ مسير کې زموږ تګ اسانه کولای شي.
1 نظرونه
خلیل مشعل
جمعه، ۲۸ ثور ۱۳۹۷پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply