منګی
سړی ډېر غريب و، ښځې به يې د خاورې منګي جوړول او په بازار کې يې په يوه دوکاندار خرڅول.
ښځې به منګي په يوه ازاده ميداني کې ګردچاپېره ايښي وو، دايره يې پرې جوړه کړې وه.
مېړه به يې منګی دوکاندار ته ور ووړ، پرې خرڅ به يې کړ او چې څه ضرورت به يې درلود، پوره به يې کړ.
يوه ورځ دوکاندار د منګيو پر وزن شکمن شو، نيت يې وکړ چې حتماً يې وتلي.
کله چې يې وتلل، هر منګی ۹۰۰ ګرامه و. دوکاندار سور و شين واوښت.
بله ورځ يې سپينږيري ته په ترخه خوله وويل؛
زه نور له تا منګي نه اخلم!
تا په ما هر منګی د يو کيليويي وزن په پلمه تېراوه، خو ټول ۹ سوه ګرامه دي.
فقير سپينږيری ناراحته شو، سر يې وځړاوه او و يې ويل؛
موږ ترازو نه لرو، له تا مې يوه کيلو بوره واخيسته، موږ وزن له هغې بورې جوړ کړ.
په خدای باور وکړه چې ستا د بورې په اندازه کيلو مو جوړه کړې ده.
0 نظرونه