د امپراتوري زوال
لوی فريدريک چې له ۱۷۴۰ تر ۱۷۸۶م کال پورې يې پر المان کې حکومت کاوه، د فکر او ذوق پر ازادي باوري و او په دې برخه کې يې خلکو ته د انکشاف حق ورکړی و.
يوه ورځ پر اس سپور دی، ملګري يې تر شا پسې روان دي او د برلين په لارو کوڅو کې تېرېږئ، که ګوري چې مخالفانو يې پر دېوال د ده پر ضد يو توند و تېز شعار نښلولی دی.
فريدريک کلک ورته ځير شو بيا يې وويل؛
"بېانصافه خلک دي، دا پوسټر يې څومره لوړ ټک وهلی، زه په اس سپور يم، له لوستلو سره يې په تکليف شوم، څوک چې پياده وي، څنګه به يې لولي؟ هلئ دا راکښته کړئ او په داسې اندازه يې وځړوئ چې اسانه ولوستل شي."
د سيل يوه ملګري يې په حيرت وويل؛
مګر دا اعلاميه خو ستاسې او ټولې امپراتوري پر ضد ده!
فريدريک په خندا ځواب ورکړ؛
که زما حکومت په رښتيا ظالم او دومره بېثباته وي چې په يوه اعلاميه له پښو غورځېدای شي، بيا خو ښه ده چې ژر تر ژره لېرې شي او يو بل بهترين نظام يې ځای ونيسي؛ خو که چېرې زما حکومت پر قانون، نېکي، ټولنيز عدالت او د بيان او قلم پر ازادي ولاړ وي، بيا نو باوري شئ چې دومره ثبات او استحکام لري چې په يوه اعلاميه نه نړېږي.
0 نظرونه