په موبايل کې غږ څنګه لېږدي؟
تاسې به ډېر حيران واست چې د موبايل په مرسته ولې په دومره لرې واټن کې خبرې کېږي او دا څه کمال دی چې د نړۍ له يوه کونجه بل ته زنګ وهل کېږي، خبرې کېږي او د انسانانو حال احوال پرې پوښتل کېږي.
د غږ څپې داسې دي لکه که په اوبو کې چې تيږه غوزاره کړې او څپې پيدا کړي، تر لرې ورسېږي، خو غږ څنګه له يوه موبايله بل ته ځي؟
هر مبايل له دريو برخو جوړ شوی دی چې اخيستونکې برخه، لېږونکې برخه او ساتونکې برخه يې بولي. د غږ لېږل او اخيستل د اخيستونکې او ليږونکې برخې کار دی.
د غږ څپې په برقي څپو کښېنول کېږي او لېږدول کېږي، د غږ موجونه ورو ځي؛ خو کله چې هغه په برقي موجونو کښېنول شي چټکېږي، دا کټ مټ لکه انسان چې په الوتکه کې کښيني چې ژر ورسېږي.
برقي موجونه ډېر تيز دي او د سترګو په رپ کې رسېږي، برقي څپې په لاره کې ولاړو انتنونو ته ننوځي او يا هم د سپوږمکۍ له لارې ځان رسوي او نښلوي. برېښنايي موجونه په لاره ستړې کېږي، نو انتنونه دوی تازه کوي او لار ښوونه ورته کوي.
اخېستونکې برخې د غږ موجونه له برقي څپو جلا کوي او اورېدو ته يې سپاري، نو په دې ډول موبايل ته غږ ورځي.
که تاسې غواړئ له چاسره خبرې وکړئ، شرط يې دا دی چې د هغه چا نمبر به لرئ او ستا مبايل به سيم کارټ، پيسې او بېټرۍ هم لري، بيا نو کولای شې خبرې وکړې، خو يو بل څه هم مه هېروئ، که له افغانستانه دباندې په بل هېواد کې له چا سره اړيکه نيسئ، د ټليفون له نمبر سره به د هغه هېواد کوډ هم ډايلوئ. د افغانستان کوډ ۰۰۹۳ دی او د هر هېواد کوډ د بل هېواد له کوډ سره توپير لري.
0 نظرونه