د پوست د ښکلا او روښانه کولو اسانه لارې
۷ ثور ۱۳۹۷ 128124 0 نظر کوه قاف

د پوست د ښکلا او روښانه کولو اسانه لارې

ډېری کسان د خپل پوست د ښکلا، تازه او ځوان پاتېدو لپاره خورا درانه لګښتونه کوي، د دې لپاره قېمتي کريم، صابون، فېس‌واش، ماسکونه، عينکې او نور څه اخلي؛ خو د پوست د ښکلا لپاره دومره زياته خرچه هم په کار نه ده، يوازې خپل روحي حالت، هاضمي سيسټم او خوراک ته جدي پام وکړئ.

  • اندېښنې او روحي فشار مو کم کړئ:

ډېره جدي ستونزه چې مېرمنې زياتې ورسره لاس و ګريوان کېږي، هغه اندېښنه او روحي فشار دی چې نېغ په نېغه په هاضمي او نورو سيسټمونو اغېز پرېباسي.

سټرس يو نه مالومېدونکې ناروغي ده چې ډېری وخت يې عامل هم مالوم نه وي. سټرس ستاسې په بدن کې پر ټولو برخو اغېز پرېباسي او هورمونونه يې لکه ادرنالين، کورټيزول کولای شي، په بدن ژور او بد تاثيرات ولري.

د دې لپاره چې له دې ستونزې په امان شئ، ځينې ذهني تمرينونه وکړئ، مطالعه وکړئ، ځان له اندېښنې په امان کړئ، له دې سره به مو نه يوازې پوست ښکلی شي، بلکې د بدن مختلف سيسټمونه به مو ور سره سالم او روغ پاتې شي.

ستاسې د پوستکي ښکلا ستاسې په خوراک او هاضمي سيستم پورې اړه لري. د ډېرو غوړيو او له اندازې زياتو خوږو استفاده نه يوازې ستاسې د ناراحتي لامل ګرځي، بلکې ستاسې د پوست لپاره ستونزې پېښوي، د هغه د وچوالي او خاپونو سبب ګرځي او رنګ مو د ناروغانو په څېر الوتی مالوموي.

  •  هاضمي سيسټم ته مو جدي پام وکړئ:

ډېری خلک تېروځي، فکر کوي چې د هاضمې سيسټم له پوست سره هيڅ اړيکه نه لري، خو په اصل کې دا جدي مساله ده، که مو په مخ کې لکې، دانې او داغونه وليدل شي، دا هم له خوراک او هاضمي سيسټم سره تړاو لري، بايد دې برخې ته جدي پام وکړئ.

  • متفاوت خوراکي رژيم ولرئ:

ډېری وخت هڅه وکړئ، طبيعي خواړه وخورئ، لکه زردچوبه چې د التهاب او نورو ستونزو مخه نيسي. تل هڅه وکړئ، داسې خواړه وخورئ چې د حساسيتلامل و نه ګرځي، له دې سره سره اوبه هم مه هېروئ.

په ډېره پيمانه سبزيجات او غلې دانې وکاروئ. نرمې او د تنکيو څارويو غوښې وخورئ، له داسې غوړو ډډه وکړئ چې په لوړه پيمانه کلسټرول لري. د ناريال غوړي استفاده کړئ. مېوې او سبزي په ډېره پيمانه ويټامينونه، وړ معدني مواد او اکسيډانونه پوره کولای شي.

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې