تر خوب وروسته غږ ولې خراب وي؟
سهار له خوبه تر راپورته کېدو وروسته د انسان غږ ځکه «بم» وي، دغه مهال غږ تولیدوونکي تارونه په تنفسي الرژي اخته او د شپې تر اووه اته ساعته خوب وروسته مکروبي شوي وي.
څېړونکي وایي، د ورځې په اوږدو کې د غږ بېرته نري کېدل له همدې امله دي چې سهار خوله پرېمنځل کېږي، خوراک کېږي او د نورو ورځو په شان بېرته عادي خبرې پيلېږي، په دې ډول غږ تولیدوونکي تارونه هم له ميکروبونو پاکېږي.
سهار وختي د غږ بدرنګي د حنجرې د تورم او پړسوب له امله وي او د خوب پر مهال دلته له ستوني تېرېدونکې ناړې راټولېږي، د ناړو زیاته ټولېدنه ستونی له عادي حالته باسي، ستونزې ور پيدا کوي.
سهار تر خوب او خوراک له مخه په همدې دلیل غږ بم وي. همدا ډول ځینې نور عوامل هم شته چې له امله یې د انسان عادي غږ بدلېږي، لکه یخ، د تنفسي سیسټم مکروبي کېدل، سيګرېټ څکول، حساسیت، د معدې ناروغي او ستوني ته بېرته له معدې د تېزابو راګرځېدل، هغه څه دي چې د غږ د خرابوالي لامل ګرځي. څېړونکي وايي، د شپې له خوا له نرمو او لږ لوړو بالښتونو استفاده کول په کار دي چې له معدې افرازېدونکي تېزاب او ناړې په ستوني او تفسي سیسټم کې راټولې نه شي. دوی وايي، له خوبه تر را پورته کېدو وروسته په ګرمو اوبو غرغره وکړئ او بیا چای وڅښئ.
روغتياپالان ښپارښتنه کوي چې ځينې هغه کارونه هم پرېږدئ چې ستاسې د غږ د خرابوالي لامل ګرځي، لکه سګرېټ څکول او د شپې له لوري د ډېرو خوږو خوړل. دوی وايي چې د خوږو معتاد ياست، بيا يې نو تر خوراک مخکې او وروسته خوله په تړمو اوبو پرېمنځئ، همدا ډول کولای شئ د شپې له لوري کله کله مالګه په اوبو کې منحل او هغه غرغړه کړئ.
0 نظرونه