په افغانستان کې د صنعت پيل
۷ ثور ۱۳۹۷ 181435 0 نظر روزنامه سرخط

په افغانستان کې د صنعت پيل

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د امير دوست محمد خان په وخت کې له ماشيني صنعته کار واخيستل شو. دا هغه وخت و چې افغانانو له انګرېزانو سره دويمه پای ته رسولې وه، دا مهال په کابل کې د وسلو جوړولو يوه لومړنۍ فابريکه جوړه شوې وه چې له افغانانو پرته هندي او ايراني متخصصانو هم کار پکې کاوه. تر امير دوست محمد خان وروسته د اميرشيرعلي خان په واکمني کې د ټوپک جوړولو تر څنګ د يو شمېر توپونو جوړول هم پيل شول او د دې تر څنګ د چاپ ماشين هم کابل ته راوړل شو چې د شمس النهار اخبار او يو شمېر کتابونه، پوستي ټکټونه او دولتي فرمانونه به يې چاپول، خو دا هر څه د انګرېزانو له دويمې پلا جګړې سره ډېر زيانمن او له خنډ و ځنډ سره مخامخ شول.

کله چې 1880مېلادي کې عبدالرحمان خان واک ته ورسېد، د لرغونو ماشينونو له فعالولو پرته يې په کابل کې د علم ګنج په نوم ماشين خانه جوړه کړه چې عسکري وسايل به يې پکې جوړول او له دې پرته يې سل لوی او واړه ماشينونه درلودل چې د چاپ، صابون‌جوړونې، شمع‌جوړونې او نورې چارې به پکې کېدې چې تقريباً 600 ټنه فلزات په صنعتي محصولاتو پکې بدلېدل او 50000 تنو کار پکې کاوه.

د امير حبيب الله خان په دوره کې ماشيني صنعت لا وده پسې وکړه په 1906 مېلادي کال کې د څرمنو او بوټانو فابريکه فعاله شوه او د وړينو منسوجاتو فابريکې هم په کار پيل وکړ. د جبل السراج د برېښنا د فابريکې بنسټ هم کېښودل شو، دا وخت د صنعتي کاريګرو شمېر شا و خوا 50000 تنه وو. کله چې غازي امان الله خان د هېواد د خپلواکي اعلان وکړ، د ټولنيزو، سياسي، فرهنګي او اقتصادي چارو تر څنګ يې د صنعت پياوړتيا ته هم ډېر پام وکړ. د ده د واکمني په دوره کې د برېښنا د توليد، مطبعو، د سمنټو صنعت، بورې، ګوګړو، کاغذ جوړولو، ښيښې جوړولو، غوړايستلو، د مېوو د کنسروا کولو او نور ماشينونه واخیستل او هېواد ته راوړل شول.

خو کله چې امير حبيب الله خان د سقاو زوی نهه مياشتې د اړودوړ دوره جوړه کړه، دا هر څه په ټپه ودريدل او ټول صنعتي کارونه پر ځای ټپه ټغره شول، تر هغه وروسته چې اعليحضرت محمد نادر خان واک ته ورسېد، نوموړي وکړای شول چې په هېواد کې يو ځواکمن حکومت جوړ کړي. ټولې هغه صنعتي دستګاوې يې بېرته فعالې کړې چې له فعاليته پاتې وې، يو څه نوي ماشينونه يې هم هېواد ته را وارد کړل. د صابون‌جوړلو د فابريکې بنسټ يې کېښود، د موټر د ترميم فابريکه هم را منځ ته شوه، د ترکاڼۍ فابريکه يې هم تاسيس کړه او همدارنګه په جبل السراج کې د ټوکر فابريکې هم په کار پيل وکړ. وروسته بيا د اعليحضرت محمد ظاهر شاه او شهيد سردار محمد داود خان د واکمنيو پر مهال د هېواد صنعتي کېدو ته ډېره پاملرنه وشوه او له بېلابېلو هېوادونو څخه سپک او درانه ماشينونه راوړل شول چې په کابل او نورو ولايتونو کې يې فعاليت کاوه.

په دې وختونو کې يو څه نوره پاملرنه هم وشوه، خو د کورنيو جګړو پر مهال افغانستان دا هر څه بايلل او په تش ډاګ وچه خوله کښېناست. د کورنيو جګړو پر مهال د ډېرو فابريکو ماشنيونو او وسايل د کباړ په ډول وپلورل شول او فابريکې ويجاړې شوې.

 

افغانستان له ازبکستان د پنځو فابریکو فعالول غوښتي

Jul 09, 2018 29

ولسمشر غني له ازبکستانه غوښتي چې د سمنټو د پنځو فابریکو په فعالولو کې هم ورسره همکاري وکړي.

د وخت مديريت؛ درېيمه برخه

Apr 28, 2018 29

د وخت په مدیریت کې د ښه‌والي او غوره‌والي د پيل ټکی ستاسې مینه او اراده ده. تقریباً ټول خلک دا احساس کوي چې د وخت د مدیریت په اړه يې مهارتونه تر نورو غوره او ښه دي. ډېری خلک څو څو [...]

د وخت مديريت؛ دويمه برخه

Apr 28, 2018 29

د بریالیتوب ګډ حالت یا بڼه

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې