دا خواړه مو پوست روښانه ساتي؟
۷ ثور ۱۳۹۷ 118440 0 نظر کوه قاف

دا خواړه مو پوست روښانه ساتي؟

د پوستکي ساتنه ستونزمنه چاره ده، خو د څېرې د ښکلا او روغتيا کيلي ستاسې په خپل لاس کې ده. مناسب خوراکي توکي کولای شي پوستکي ته ګټه ورسوي، له ګونځو، چرک او تر وخت مخکې زړبودنه يې خوندي ساتي. ستاسې د پوست مقاومت د لمر د زيانونو او مضرو شعاعو پر وړاندې ځينې خوراکي توکي لوړوي.

  • د خوږو استفاده: دا خبره له ياده وباسئ چې وايي، د خوږو له استفادې سره مو پوست د بخار يا دانو ښکار ګرځي. خواږه کولای شي، د پوست د روښانه کېدو، ښکلا او ښه‌والي په برخه کې درسره مرسته وکړي. هغه کسان چې لا اقل د ورځې په اوږدو کې يو ککاو خوري، د هغوی د پوست مقاومت زيات وي او ښکلا يې ډېره وي.
  • بادام: ډېری وخت بادام استفاده کړئ، په بادام کې پرېمانه اي‌ويټامين شته. دا وچه مېوه انټي اکسډان لري چې د پوست د ګونځو، چرک او زړښت مخه نيوای شي او کولای شي د پوست د خرابوالي مخنيوی هم وکړي.
  • سره مرچ: په خوراک کې مو سره مرچ زيات کړئ، دا د پوست په مقاومت کې رول لري او پوست خوندي ساتي. تاسې کولای شئ، له سي‌ويټامينونو استفاده وکړي چې د وجود او پوست مقاومت مو لوړ شي. سي‌ويټامين په ځمکنيو توتو، کيوي او نورو هغو کې هم پيدا کېږي.
  • ګاځرې: ګاځرې له تاسې سره مرسته کوي چې وځلېږئ، پوست مو ښکلی او تازه شي.
  • د کب غوښه: په کبانو کې امګا درې غوړي موجود دي چې د زړه د ناروغيو په مخنيوي کې غوره رول لري، خو د دې تر څنګ د پوست په ښکلا او تازه پاتې کېدو کې هم رغنده رول لوبولای شي.
  • سره غوښه: سره غوښه له معدني موادو مال امال ده، له دې سره پوست بيا رغېږي او په دې برخه کې غوره رول لري. کېدای شي د سرې غوښې له استفادې سره مو د مخ وېښتان هم کم شي.
  • شين چای: له يوه ګيلاس شين چای سره مو پوست ته ښکلا ور وبخښئ. شين چای ځينې ځانګړي مواد لکه اکسيډان لري او کولای شي، ستاسې له جلدي ښکلا سره مرسته وکړي. د شين چای استفاده مو د پوست له ګونځوالي، چرک او نورو ستونزو ساتي. څېړنې ښيي چې د شين چای استفاده د پوستکي د سرطان خطر هم کموي.

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې