مرغلرې پېژنئ؟
ملګرو ستړي مهشئ او خوبوړي مه شئ!
د کاينات په غاړهګۍ کې زرګر څومره ډېرې مرغلرې کارولې او همدا مرغلرې دي چې دومره ډېره ښکلا يې ددې غاړهګۍ ته ورکړې ده.
تاسې مرغلرې پېژنئ، مرغلرې څه ته وايي، د سرخط په دې پاڼو کې د مرغلرو په اړه مالومات درکوم.
صدف يو سمندري حيوان دی چې ډېر وخت د سيندونو په غاړو کې اوسېږي، ډېر نرم دی او هغه دانې چې د صدف په ګېډه کې جوړېږي، هغو ته مرغلرې وايي.
که تاسې د سمندرونو غاړو ته لاړ شئ، نو هورې به رنګارنګ سيپۍ ووينئ چې ټولو يې د نورو حيواناتو له وېرې او ګواښونو د ځان ساتنې لپاره ځانونو ته يو ډول پوښونه جوړ کړي او پر سر کړي يې وي. يو صدف په دوو کلونو کې جوړېږي چې تور، سور، زرغون او داسې نور رنګونه لري.
د سېپيو يا صدف منځ په اسانۍ سره نه شي ليدل کېدای، د صدفونو په ګېډه کې يو ډول سپين مواد چې کلسيم کاربناټ نومېږي، موجود دي. دا مواد له هغو اوبو، شګو او سمندري وړو وړو شيانو سره په منظم ډول يو ځای کېږي چې صدف يې خوري. يو صدف په دوو کلونو کې جوړېږي.
کبنيوونکي په سمندرونو او بحرونو کې صدفونه نيسي، بيا يې مرغلرې کاږي او په خورا ډېرو پيسو يې پلوري. زرګران بيا همدغه مرغلرې په غاړهګيو بنګړيو او نورو زېنتي، ګاڼو او سينګارتوکيو کې کاروئ.
0 نظرونه