د غاښدرد بېړنۍ درملنه
د غاښونو ډاکټرانو موندلې چې د غاښ د درد پر مهال بېړنۍ استفاده ترې کولای شئ او تر هغو چې ځان ډاکټر ته ور رسوئ، نو له همدغې لارې چارې کار واخلئ.
د غاښونو يو ډاکټر وایي، که چېرې تاسې د غاښ له داسې شديد درد سره مخ شوئ، نو تر هغو چې ځان ډاکټر ته رسوئ د هوږې یو پلی را واخلئ او په هماغه غاښ یې کښېږدئ چې درد کوي. ډاکټر وايي، له دې سره به د غاښ درد تر ډېره ارام شي.
د مالګې اوبه هم د غاښونو د درد لپاره بېړنۍ نسخه ده چې ناروغ یې باید غرغره کړي. که د دې نسخې مواد هم ستاسې په کور کې نه وو، بیا د ګلانو غوړ او د تروش لېمو اوبه سره ګډې کړئ، په هماغه غاښ یې ولګوئ چې ترې ناراحته ياست، له دې سره به يې درد ارام شي.
ډاکټر سپارښتنه کوي چې په دغسې حالت کې باید د اسیدي موادو له خوړلو ډډه وشي، همدا ډول خواږه شیان او ګاز لرونکي مشروبات هم باید و نه څښل شي، ځکه د غاښونو درد زیاتوي او په عین وخت کې د غاښونو د ورستېدو لامل ګرځي.
ټينګار کېږي چې دا یوازې د بېړنۍ درملنې د نسخې په توګه استفاده کړئ او د ناروغۍ د دایمي حل لپاره د غاښونو ډاکټر ته حتمي ورشئ.
د غاښونو د درد عمومي لاملونه عبارت دي، د وريو ناروغي، په غاښ کې د سوري پيدا کېدل او د غاښونو خرابوالى؛ خو ځينې نور داسې لاملونه هم شته چې له غاښونو د باندې وي او د غاښونو د درد لامل کېدای شي. د غاښونو درد کېداى شي، د انسان لپاره يوه ترخه تجربه او نه زغملکېدونکی احساس وي، خو هيڅکله د غاښ درد له لامله پرته نه رامنځ ته کېږيو بلکې يو ځانګړی شی د هغه د درد لامل ګرځي. غوره ده چې د غاښونو د درد پر مهال يې د سبب پلټنه وشي او د وړ درملنې لپاره يې له ډاکټر سره مشوره وشي.
0 نظرونه