نړيواله سوداگري
۲۴ ثور ۱۳۹۷ 352102 0 نظر روزنامه سرخط

نړيواله سوداگري

نړيواله سوداګري د مختلفو هېوادونو تر منځ د شيانو او خدمتونو له تبادلې څخه عبارت ده. په بنسټيزه توګه نړيواله سوداګري له يو ښار څخه بل ښار ته د راکړې ورکړې او يا له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته چې ورته والی ولري، يوازې ځنې وختونه سخت سوداګريز قوانين شته چې نړيوالې سوداګرۍ نسبت ښاري او سيمه ييزې هغې ته ګرانوي.

هر هېواد د نړيوالې سوداګرۍ په برخه کې ځانګړی نظر او فکر لري. هر کله چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره سوداګريز معاملات صورت نيسي، بايد زياتې موضوع ګاني او کتنې په نظر کې ونيول شي. د بېلګې په ډول د يوه هېواد امنيت. هر هېواد هڅه کوي، ترڅو د خپلو خلکو لپاره د ساتنې او مصونيت ډاډ حاصل کړي. همدارنګه نورې مسلې يا مسايل لکه: له دواړو لوريو څخه همکاري کول، پولي بېلانسونه، اقتصادي وده، اقتصادي انکشاف او تخنيکي پرمختګ.

په نړيواله سوداګرۍ کې ګټه څه ده:

د نړيوالې سوداګرۍ تر ټولو لويه ګټه دا ده چې انساني قوه په ګټوره توګه وساتل شي. بين المللي تجارت په هغه توګه چې تاسې خپل اکمالات ځانته کوئ، ددې لپاره چې تاسې کولاى شئ، په څلور خواوو کې د نرخونو له پرتلې وروسته ممکن ترټول ښکته نرخ واخلئ. که چير بهرنۍ سيالي نه وي، ډېرى توکي به قيمته وي.

د نړيوالې سوداګرۍ بله ګټه دا ده چې ځينې محصولات، زموږ په پرتله د نورو اقليمي شرايطو او نورو شرايطو ته په خپله منطقه کې نه شو توليدولاى، خو د نړيوالې سوداګرۍ له لارې هغې ته موږ لاسرسى لرلاى شو، لکه: روغنيات، بنزين، ميوې، سبيزيجات او نور توليدات. شايد ځينې توليدات زموږ هېواد ته ددې لپاره راوړل شي چې زموږ هېواد د مارکيټ غوښتنه نه شي پوره کولاى. د هېوادونو لپاره غوره شيان دا دي، ترڅو د مشخصو يا ځانګړو توليداتو په محصولاتو کې تخصص پيدا کړي.

د مصرفوونکو لپاره گټې:

د نړيوالې سوداګرۍ په خاطر، سوداګريز هېوادونه د خپلو مصرفوونکو لپاره له څو ناحيو څخه ګټه رسوي:

په پراخه پيمانې سره د کمو پيدا کېدونکو سرچينو وېشل.

نسبي غوره والى او د تقوې تخصص ته ترويج او پرمختګ ورکول چې دا کار په خپل ذات کې قيمت او د توليد مصارف ښکته راوړي، د مصرفوونکو لپاره توليد هم په ټیټ قيمت سره پرېوځي.

ګډ يا شريک ژوند کول، په صلح اميزه ډول سره تقويه کيږي، ځکه چې هېوادونه د سوداګرۍ په اساس يو له بل سره افهام او تفهيم لري.

اصلاح شوې ټکنالوژي د هېوادونو په منځ کې تبادله کيږي او په دې ترتيب سره په چټکۍ سره انکشاف کوي، په داسې حال کې چې هريو هېواد د خپل ځان لپاره وخت په موجوده ټکنالوژۍ باندې په بل هېواد کې ضايع کوي. د هغې په ځای کولاى شي، له موجوده ټکنالوژۍ څخه په نورو هېوادونو کې د نړيوالې سوداګرۍ د موجوديت پر اساس استفاده وکړي.

افغانستان له ازبکستان د پنځو فابریکو فعالول غوښتي

Jul 09, 2018 29

ولسمشر غني له ازبکستانه غوښتي چې د سمنټو د پنځو فابریکو په فعالولو کې هم ورسره همکاري وکړي.

د وخت مديريت؛ درېيمه برخه

Apr 28, 2018 29

د وخت په مدیریت کې د ښه‌والي او غوره‌والي د پيل ټکی ستاسې مینه او اراده ده. تقریباً ټول خلک دا احساس کوي چې د وخت د مدیریت په اړه يې مهارتونه تر نورو غوره او ښه دي. ډېری خلک څو څو [...]

د وخت مديريت؛ دويمه برخه

Apr 28, 2018 29

د بریالیتوب ګډ حالت یا بڼه

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې