بلبل
انډيوالانو ستړي مهشئ!
له مرغانو سره مينه لرئ؟ ګورئ مرغان په قفسونو کې مه بندوئ، پرېږدئ چې خپل ازاد ژوند وکړي او له طبيعته خوند واخلي. که تاسې په يوه کوټه کې بند شئ، څومره به په تنګ شئ، څومره به مو بهر زړه کېږي، مرغان هم همداسې دي.
نن مې د سرخط په دې ګڼه کې د روزالدین غورځنګ يو ښکلی شعر در ته را اخيستی چې بلبل ته يې ويلی دی، راځئ په ګډه يې ولولئ.
ماشوم او بلبل
پلار له کابل راوړی
ما ته یې ګل راوړی
ما ګل بلبل ته ورکړ
نن مې همدلته ورکړ
بلبل خبرې وکړې
ډېرې سندرې وکړې
هم یې کیسې وکړلې
ښې یې خوږې وکړلې
زما او بلبل یارانه
ګل دی نو ګل یارانه
0 نظرونه