خپل ماشومان له ذهني فشاره خوندي کړئ
۷ ثور ۱۳۹۷ 132342 0 نظر روزنامه سرخط

خپل ماشومان له ذهني فشاره خوندي کړئ

په ښوونځي کې ډېر کار او د شپې له خوا د ټلوېزيون او کمپیوټر ډېر استعمال کوچنيان له ذهني فشار سره مخ کوي. ډاکټرانو تر يوې نوې څېړنې وروسته ویلي چې ذهني فشار په کوچنيانو کې د سر درد پیدا کېدو لامل کېږي.

دوی وايي په ښوونځيو کې پر کوچنيانو ډېر کار او بيا په کور کې ټلوېزيون کتل او کمپيوټر ته ډېره ناسته د ماشومان له ذهني فشار سره مخ کوي چې له امله ورته د سر درد ستونزه پیدا کوي.

د ډاکټرانو په وينا زیاتره هغه کوچنيان د سر درد له ستونزې سره مخ کېږي چې په ذهني توګه له زيات فشار سره مخ وي.

د دې لپاره چې په کوچنيانو کې د سر درد ستونزه ختمه شي، بايد له ذهني فشاره لرې وساتل شي او د دې لپاره په کار ده چې په ښوونځيو کې ورته د تفريح او لوبو ډېر فرصتونه برابر شي، دا کار کولای شي هغوی له ذهني فشاره وساتي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې د ټلوېزيون په کتلو او کمپيوټر په استعمال کې کمی هم په دې برخه کې مرسته کوي چې په وينا یې دا کار د يو کوچني په روغتيا کې مهمه ونډه لري.

 د ټلوېزیون ډېر لیدل او ننداره د نورو ستونزو تر څنګ د سترګو د ديد د کمزورتيا سبب کېږي او د اورېدلو پر قوه هم ناوړه اغېز کوي، د ږغ ککړتیا رامنځ ته کوي او اعصاب تر اغېزې لاندې نيسي.

د ماشومانو لپاره بايد د ټلوېزيون پروګرامونه مشخص شي چې هغوی هر ډول پروګرامونه و نه ګوري، ځکه چې دا د ماشوم په روزنه کې هم ناوړه او منفي اغېز پرې‌ايستلای شي.

که هڅه وشي، د ماشوم د کارونو لپاره يو منظم پروګرام او مهالوېش را منځ ته شي چې درس ووايي، انځورګري او يا هم بل هنر وپالي، لوبې وکړي او ټلوېزيون کې د خپلې خوښې پروګرام تعقيب کړي، ماشوم له روغتيايي او جسمي اړخه نه متضرر کېږي.

که په خونه کې د اوږد وخت لپاره ټلوېزيون چالان وي دا هم د ماشوم او لويانو په ذهن فشار راوړي او ډېر وخت ټلوېزيون ته ناست پاتې کېدل، د ټمبلۍ لامل ګرځي.

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې