کورنۍ شامپو مو وېښتان ښايسته کوي
څېړنو ښوولې چې په ډېری بازاري شامپوګانو کې ځينې خطرناک کېمياوي او زهري مواد شته چې د سرطاني ناروغيو، د پوست د خرابوالي او همدا ډول د وېښتانو د تللو، د پوست او سترګو د حساسيت لامل ګرځي.
دې ته په کتو غوره ده چې پر ځای يې له طبيعي شامپو کار واخيستل شي، هم به د وېښتانو د تويېدو مخه ونيول شي او هم به د نورو خطرناکو ناروغيو امکانات کم شي.
دلته د کورنۍ او طبيعي شاموپو د چمتو کولو ځينې لارې چارې در ښوول کېږي چې خورا ساده او په لنډ وخت کې چمتو کېدای شي.
د اړتيا وړ توکي
د ګيلاس دوه پر دريمه برخه د کاسټیا صابون
د چای دوې کاچوغې زيتون او يا هم د بادامو غوړي
له ۱۰ تر ۱۵ څاڅکو پورې نور مناسب غوړي
نيم ګيلاس ناريال شيدې
د چمتو کولو طريقه
پاسني مواد په يوه لوښي کې له يو بل سره ګډ کړئ، وروسته يې د شامپو په يوه خالي قطي کې واچوئ. هر کله چې استفاده ترې کوئ، قوطي ته به شور ور کوئ چې مواد يې لا ښه سره ګډ شي. کله چې دغه طبيعي او کورنۍ شامپو کاروئ، په دې وخت کې به له نورو کېمياوي او بازاري شامپوګانو استفاده نه کوئ. تر څه وخت کارونې وروسته به ووينئ چې وېښتان مو سالم، ښکلي، ځلانده او تر پخوا څو برابره تازه شوي دي.
0 نظرونه