د خپل وطن خوږې
يو مهال به افغانستان ته خواږه تر ډېره له بهرنيو هېوادونو په تېره بيا له پاکستان او ايرانه راتلل، خو اوس په کور د ننه د فابريکو فعاليت د بهرنيو وارداتو مخه نيولې ده.
په ۲۰۰۷ او اتمو کلونو کې په افغانستان کې د خوږو د توليد تر ۳۰۰ ډېرې کارخونې فعالې وې، خو اوس دا شمېرې تر نيمايي هم راښکته شوې دي؛ ځکه خو چاکلېټ او نور باکيفيته قېمتي خواږه تر ډېره له بهرنيو هېوادونو را واردېږي.
دا په کابل کې د عادي او ساده خوږو د توليد يوه کارخونه ده چې هره ورځ بازار ته تر ۵۰۰ کيلو عادي شيريني او خشتيقند وړاندې کوي، د خلکو هغه غوښتنې په کور دننه پوره کوي چې يو وخت به يې له بهرنيو هېوادونو پوره کولې.
يوازې دا يوه کارخونه نه ده چې شيريني توليدوي، بلکې د هېواد په ګڼو کوڅو او بازارونو کې دې ته ورته عادي او ساده کارخونې شته چې دا ډول وچې شيرينۍ او خواږه توليدوي.
دا د کابل ښار په لوېديځ برچي کې موقعيت لري. د دې کارخونې مشر صابر حسين وايي، په دې کارخونه کې ۳۰ کسانو ته د کار روزګار زمينه برابره شوې او که ورسره مرسته وشي، د فابريکې لپاره ځمکه او پور ورکړل شي، نو سلګونو کسانو ته به د کار روزګار زمينه برابره کړي.
دوی هر سهار ملا اذان خپل کار پيلوي او د ورځې تر ۱۲ بجو کار کوي، خپل توليد بازار ته وړاندې کوي. د دې کارخونې ډېری کارکوونکي تنکي ځوانان او ماشومان دي چې نيمه ورځ بيا په خپلو زدهکړو پسې ځي.
حسين وايي، عادي او کلکي شرينۍ، شيرپېره، کلچې، کيک، ميټايي، بغلاوه، ان ځينې چاکلېټ هم په افغانستان کې توليدېږي او په لوړه کچه بازارونه لري، خو که يې له فابريکو سره مرسته وشي، په تېره بيا د بهرنيو وارداتو مخه ډب کړي.
دی وايي، دوی هم له ډېر پخوا راهيسې په دې برخه کې په کار بوخت دي او په لومړيو کې به يې ټولې چارې د لاسونو په زور کولې، خو اوس يې د ماشينري له پرمختګ سره کارونه تر يوه بريده ښه شوي دي.
ډېرې داسې کارخونې شته چې لا خپل کارونه په عادي وسايلو او لاسو کوي چې دغسې خورا له ستړیاوو ډک دی.
په ځينو کارخونو کې خو د توليد معيار او روغتيايي هغه هم په پام کې نه نيول کېږي، دوی د حکومت له سترګو پټ فعاليت کوي چې په اړه يې يو شمېر اندېښنې هم شته.
د شيريني د توليد او کارخونو مالکان وايي، که حکومت مرسته ورسره وکړي، د دې تر څنګ چې ياد توليدات به د کيفيت له اړخه لوړ کړي، ګڼو کسانو ته به په کور دننه د کار روزګار پراخه زمينه هم برابره کړي او هغه پيسې چې په دې برخه کې له هېواده دباندې هېوادونو ته وځي، را وګرځي.
0 نظرونه