د پسرلي په موسم کې مو سينګار توکي بدل کړئ
۷ ثور ۱۳۹۷ 134871 0 نظر کوه قاف

د پسرلي په موسم کې مو سينګار توکي بدل کړئ

پسرلی د بدلون فصل دی، په دې فصل کې د ژوند ډېر اړخونه بدلون مومي، ژوند ته نوې هيلې او هدفونه ټاکل کېږي، نو سينګار هم د مېرمنو د خوښې يوه اساسي برخه ده، هڅه وکړئ چې بدلون په کې راولی. په پسرلي کې الرژي ډېره وي، تاسې مېرمنې له حساسيت ضد سينګار توکو څخه زياته استفاده وکړئ.

که تاسې د هغو مېرمنو له ډلې ياست چې ښکلا او سينګار مو ډېر خوښيږي، نو بايد د پسرلي له پيل سره د سينګار په برخه کې هم بدلون رامنځته کړئ.

ويټامين وکاروی: په خپل خوراک او سينګار توکو کې مو داسې ويټامينونو اضافه کړئ چې رنګ او صحت مو روغ ساتلای شي. مختلف ويټامينونه د پوست لپاره غوره درمل دي. په لومړي سر کې بي درې B3 ويټامين په خپل پروګرام کې شامل کړئ، ترڅو مو د پوست سره او يا هم تور خاپونه او داغونه له منځه يوسي. ويټامين سي C لکې او داغونه له منځه وړي، خو ايE ويټامين د پوست د نرموالي او نمجنوالي لامل ګرځي. د وچوالي د مخنوي په برخه کې امګا درې ښه درمل دي، له خپل ډاکټر سره مو هم کله ناکله مشوره وکړئ.

د پوست وچوالی جدي ونيسئ:

په هغو ښارونو کې چې باران کم وي، د پوست د وچوالي د له منځه وړلو لپاره دې هڅه وشي. ددې ستونزې د مخنيوي غوره لاره دا ده چې مرطوب کوونکي کريم د ورځې لا اقل دوه ځلې وکاروی او پوست مو تغذيه کړئ.
 د لمر پر وړاندې حساسې و اوسېږئ، د لمر ضد کريم وکاروی، داسې رنګه کريم استفاده کړئ چې پوست مو د لمر پر وړاندې وساتي، دا کريم که ستاسې له پوست څخه يوه دوې درجې تاريک وي، غوره دي.

د شونډو کريم د کال په هېڅ موسم کې مه هېروی، ځکه چې له دې سره مو شونډې يو ځانګړئ ښکلی حالت پيدا کوي.

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې