د لوی انسان څلور خبرې
ګاندي وايي، که يوازې يو ځل هم د دعا زور ووينئ، هيڅکله به ورباندې شک و نه کړئ.
زه له ګناه بد وړم، له ګنهګاره نه.
چا چې په ځان کې د عدم تشدد نظريه روزلې ده، ټوله دنيا يوه کورنۍ ورته ښکاري، نه يې پر زړه وېره شته او نه څوک ترې وېرېږي.
تواضع يانې د بشريت لپاره د زحمت او درد ګالل، خدای همېشه د داسې خلکو پر سر حاضر و ناظر دی.
زما په تصور کې په نړۍ کې يوازې يو مذهب دی، موږ چې د ډېرو مذهبونو انګېرنه لرو، په اصل کې يې سرچينه يوه ده.
لکه هغه ونه چې له يوې تنې يې زرګونه خاښونه زرغونه شوي وي، همدا ټول مذهبونه خپله شيره له يوې منبع څخه اخلي، ځکه خو وايو چې خدای يو دی او شريک يې نه شته، توصيف يې نه شي کېدای، د ځمکې د انسانانو د شمېر هومره نومونه لري او تعبيرېږي، مهمه دا ده چې هغه واحد ذات دی، دا نه چې موږ يې په څه نامه يادوو.
د وريجو يوه دانه، يوه ټوټه کاغذ او يوه شېبه وخت بايد خوشې برباد نه کړئ، زموږ وخت په موږ پورې خاص تړاو نه لري، بلکې زموږ د ټولنې امانت دی، بايد خيانت پکې و نه کړو او خورا ګټور يې مصرف کړو.
0 نظرونه