درواغ
د چا چې خبرې نه رښتيا دي نه درواغ دي، فيلسوف دی.
چا ته چې رښتيا او درواغ يو ډول دي، چاپلوس دی.
څوک چې پيسې اخلي او درواغ وايي، دلال دی.
څوک چې د پيسو د اخيستلو لپاره درواغ وايي، ګدا دی.
څوک چې د رښتيا او دروغ مالومولو لپاره پيسې اخلي، قاضي دی.
څوک چې د دې لپاره پيسې اخلي چې رښتيا درواغ او درواغ رښتيا وښيي، وکيل دی.
څوک چې بېخي درواغ نه وايي، ماشوم دی.
څوک چې ځان ته هم درواغ وايي، متکبر دی.
څوک چې پر خپلو درواغو باور کوي، ابله دی.
د چا درواغ خبرې چې خوږې دي، شاعر دی.
څوک چې له زړه درواغ وايي، ښځه ده.
څوک چې اصلاً درواغ نه وايي، مړ دی.
څوک چې له درواغو سره قسم هم خوري، بازاري دی.
څوک چې درواغ وايي او په خپله هم نه پوهېږي چې درواغ وايي، غږارو «پرحرف» دی.
د چا درواغ چې خلکو ته رښتيا ښکاري، سياستوال دی.
د چا رښتيا خبرې چې خلکو ته درواغ ښکاري او پورې خاندي، لېونی دی.
0 نظرونه