له ماشومانو سره خبرې څه ډول وکړو؟
۷ ثور ۱۳۹۷ 118846 0 نظر کوه قاف

له ماشومانو سره خبرې څه ډول وکړو؟

ماشوم د مور و پلار لپاره د خدای پاک یو لوی نعمت دی.
ماشوم د کورنۍ هغه څراغ دی چې د کورنۍ د ټولو غړيو سترګې پرې روښانه وي.
که د نن ورځې ماشوم ته سالمه روزنه ورکړل شي، د سبا ورځې ټولنه به هم بې له شکه یوه سالمه ټولنه وي.
ماشوم مو په سالمه روحیه وروزئ چې روښانه راتلونکی ولري او ټولنه مو هم سالمه وي.

بايد څه وکړو؟

۱. له ماشوم سره د خبرو کولو طریقه مو باید مودبانه، ارامه او له مینې ډکه وي. داسې کلمې وکاروئ چې په اورېدلو وارزي.

هيڅکله هم له ماشوم سره د خبرو کولو په وخت کې داسې کلمې مه کاروئ چې ماشوم په تردد کې واچوي او بې‌ارزښته وي.

د خبرو کولو پر وخت چیغې مه وهئ، هڅه مه کوئ چې ماشوم په خبرو کولو وشرموئ، ځکه تاسې د خپلو ماشومانو لپاره الګو يا بېلګه یاست.

۲. که کوچنیان تل منفي خبرې لکه «نه»، «مه کوه»،«مه ځه» واوري، مالومه خبره ده چې د دوی غبرګون به هم منفي وي، هڅه وکړئ چې تر خپلې وسې پورې مثبتې کلمې وکاروئ او که بیا کله اړتیا پېښېږي کېدای شي د «نه» کلمه هم وکاروئ.

۳. د دې پر ځای چې کوچنیان مجبور کړئ، مثلاً «همدا اوس باید ټلوېزیون بند کړې» جمله وکاروئ، ښه ده چې له دې ډول کلمو څخه کار واخلئ:
اوس د دې وخت دی چې
لطفاً
موږ باید
را ځئ چې ټول
ته ضرورت لرې چې
او یا هم دې ته ورته نور.

۴. تل یوه خبره تر سر مه نیسئ چې له هر بلې خبرې وړاندې او وروسته یې ورته تکرار کړئ.
که غواړئ چې ماشومان ستاسې خبرو ته غوږ کښېږدي، نو د ماشومانو د خبرو ښه اورېدونکي اوسئ.

۵. ماشومانو ته مو د زده‌کړو تر منځ د لوبو کولو وخت هم ورکړئ چې ماشوم مو له هر ډول شرایطو سره روږدی شي.

ورته و وایئ:

کله مو چې درس ویل خلاص شول کولای شئ لوبې وکړئ.

۶. هغه څه چې بايد ماشومان یې تر سره کړي او یا هم ستاسې غوښتنه ده چې په خپلو ماشومانو یې تر سره کړئ، په ډېره ښه لهجه یې پوه کړئ او دې ته یې راضي کړئ چې په خپله خوښه او پوره لېوالتیا یې وکړي. له زیاتو « وکړه» او «مه کړه» کلمو څخه کار مه اخلئ.

۷. که د خپلو ماشومانو لپاره د «نه» کلمې د ویلو اړتیا ولیدل شي، ښه خبره ده چې له هرې دې جملې «چې بچیه! دغه کار باید و نه کړې» ورسته یوه داسې جمله هم وکاروئ، چې پکې د «کول» کلمه هم راغلې وي، لکه چې ورته و وایاست؛
- بچیه دغه کار وکړوه، خو دغه کار بیا مه کوه.

د تخت پر سره خېزونه مه وهه، دا تخت دې د خوب لپاره دی، نه د خېزونو لپاره.
«ونې ته مه خېژه» جمله مه ورته وایاست، بلکې ورته و وایاست «کېدای شي، د ونې د ختلو په وخت کې زیان در ورسېږي.»

۸-  هڅه وکړئ د ماشومانو ډېری مثبت ټکي په نظر کې ونیسئ. په منفي ټکو یې زیات تمرکز مه کوئ او بابېځه یې وګڼئ.

 واړه منفي ټکي یې زیات مه را برسېره کوئ، ځکه له کوچنیانو څخه د لویو کسانو په څېر تمه نه ده په کار.

۹-  کوچنیان مو شرمګیر مه اموخته کوئ. هېڅ کله هم له هغوی څخه ګېچ کوونکې او بې ګټې پوښتنې مه کوئ.

پړه اچوونکې پوښتنې: دغه کار چا تر سره کړی؟ داسې پوښتنې چې په ځواب یې تاسو خپله پوهېږئ: څو ځله مې درته وېلي وو، چې…؟ او یا ته ولې داسې کارونه کوې؟

۱۰-  ماشومانو ته مو کلمې او عبارتونه ور زده کړئ، تر څو وکولای شي له دې کلمې، عبارتونو او جملو په کارولو سره خپل احساسات بیان کړي او د دې پر ځای، چې غلي کېني او هر څه په زړه کې وساتي ښه ده، هغه څه چې په خپل زړه کې یې لري په خوله و وایئ.

۱۱-  کله چې غوائ د ماشومانو ناوړه کړنې مو اصلاح کړئ، مجبور یاست چې احساسات یې ومنئ، د بېلګې په ډول هغوی ته و واياست:  کېدای شي، له ما نه خپه شې خو زه اجازه نه درکوم چې...)
پوهېږم چې په غوسه یې، خو زه نه پرېږدم چې خپله خورکۍ دې و وهې او یا د کور وسایل خراب کړې.

 ۱۲-  که ماشومان مو له تاسې څخه د یوه شي غوښتنه کوي او غواړي له تاسو سره خبرې وکړي، خو تاسې وزګار نه یاست د «نه» کلمه مه ورته کاروئ.
هغوی ته و وایاست: اوس نه شم کولای ځواب درکړم او په دې اړه د پرېکړې کولو لپاره وخت ته اړتیا لرم.
د مینې او همدردۍ لپاره مو له خپلو ماشومانوسره له دې ډول جملو څخه کار واخلئ:
کله چې آرامه شوې راشه په دې اړه به خبرې وکړو.
کېدای شي، په دې اړه ته په حقه وې بچیه.
پوهېږم چې له دې کاره ته خوشاله نه یې، خو غواړم دغه څه درک کړې.
ولا ته ښه نظر لرې.
چغې او ژړاوې هېڅ ستونزه نه حل کوي او هغه څه ته دې نه شي رسولای چې ته یې غواړې.

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې