د کورنيو عایداتي سرچينې
۲۴ ثور ۱۳۹۷ 227896 0 نظر نجیب شریف

د کورنيو عایداتي سرچينې

د زیات عاید د تر لاسه کولو هڅه څه نوې خبره نه ده، دغه کار د ډېرو پوهانو او سیاستوالو د فکر او سوچ اساسي ټکی تشکيلوي، خو دې موخې ته د رسېدو لپاره باید له هغه لارو چارو کار واخیستل شي او ځان پرې وپوهول شي چې په وسیله يې انسان وکولای شي، دغه موخه تر لاسه کړي.

په عادي توګه د یوې کورنۍ عاید له هغه څه عبارت دی چې د کورنۍ غړی یې د ورځني کار په پایله کې لاس ته راوړي، خو د عاید د تر لاسه کولو نورې لارې چارې هم شته، مثلاً یوه کورنۍ کولای شي، په بانک کې حساب پرانیزي او د هغه له ګټې عاید تر لاسه او یا هم له بانکونو د قرضې اخیستو او په هغه باندې د کار و بار او یا هم د قیمتي توکيو د را نیولو او بېرته پلورلو له لارې عاید تر لاسه کړي.

په یاد ولرئ، داسې توکي باید راونیول شي چې ورځ تر بلې خپل ارزښت لوړ کړي، ځکه چې تر هر څه وړاندې د یوې کلیوالې کورنۍ د عاید اصلي سرچينه د هغې کورنۍ د غړیو ورځنی یا ټاکلی معاش دی چې د هغه په وسیله د اړتیا وړ لومړني توکي لکه خوراک، پوښاک او نور پېري.

عموماً په کلیوالو سیموکې کسب، کار او بزګري د یوې کورنۍ په عاید کې اصلي رول لوبولای شي. که قضیې ته له دې اړخه وکتل شي، نو هره کورنۍ چې په یو کار بوخته وي، د کال په ځانګړیو ورځو کې د ورځې په اوږدو کې باید یو فارغ او وزګار وخت ولري.

لکه د وریجو یو بزګر د کال په اوږدو کې یوازې دوه فصله کار کوي او د کال پاتې وخت باید د دوو فصلونو د تر لاسه شوي حاصل په لګولو تېر کړي چې دغه ډول بې‌کارۍ ته موسمي بې‌کاري ویل کېږي، له دې امله په کلیوالو سیمو کې دعاید زیاتوالی د ژوند له اړینو اړتیاوو  شمېرل کېږي.

په کلیوالي سیمو کې د پټې بې‌کاري په نامه يو بل ډول وزګارتيا هم شته. پټه وزګارتيا هغه ده چې ښکاره خلک کار کوي، خو په غیرمسلکي کار بوخت وي. بل لور ته یو شمېر کسان په دوامداره توګه هغه کارونه تر سره کوي چې اړتیا ورته کمه او په لږ وخت کې تر سره کېږي او دا هم یو ډول وزګارتيا ده چې لامل یې د نفوسو زیاتوالی او د هغوی لپاره د مناسبو کارونو نه پیدا کول په ګوته شوي دي. له دې امله ګڼ شمېر کسان له کلیوالي سیمو ښاري سیمو ته کډه کېږي او غیز حرفوي کارونو ته مخ اړوي.

د دې تر څنګ کلیوالي ژوند د عاید د زیاتوالي لپاره زیات لومړني توکي په واک کې لري چې هغه "وخت" او "انساني" وړتيا ده، په داسې حال کې چې په نړۍ کې داسې کسان هم شته چې په ثانیه کې په میلیونونو روپۍ عاید تر لاسه کوي.

له دې سره سره چې وخت او کاري قوې ته کمه پاملرنه شوې هغه څه چې د کلیوالي خلکو د عاید پر وړاندې یې خنډونه را منځ ته کړي، بې‌ځایه لګښتونه، وروسته پاتې کلیوالي ژوند او پخواني دودونه دي. اوسمهال په کلیوالو سیمو کې خلک هڅه کوي زیات عاید تر لاسه او د ځان لپاره ښاري ژوند غوره کړي.

که کله موږ د یوې کورنۍ په اړتیا وړ توکيو کې د پرمختګ په برخه کې د ژور بدلون نښې نښانې ووینو، دا په ډاګه کېږي چې دغه کورنۍ د اضافي عاید لرونکې ده او دا د هغه عاید یوه برخه ده چې د لومړنیو توکيو تر اړتیا زیاته ده.

څنګه خپل عاید زیات کړو؟

۱- خپل اضافي عاید د ورځنیو توکو په را نیولو مه لګوئ: غوره ده چې داسې توکي پرې راونیسئ چې په راتلونکې کې خپل ارزښت لوړوي. پخوانیو میرمنو به د خپل لاس د عاید په وسیله قیمتي توکي په ځانګړي ډول طلا را نیوله او کله نا کله به یې خپلې پیسې په لنډمهالو او اوږدمهالو پورنو باندې د ګټې په بدل ورکولې چې اوس هم دغه کار د اړتیا وړ توکو د رانیولو پرته غوره ګڼل کیږي، خو په پرمختللې نړۍ کې د عاید د ترلاسه کولو لپاره تر دې غوره نورې لارې چارې هم شته چې عاید پرې تر لاسه کیدای شي. په عمومي ډول د اضافي عاید په پیسو باید داسې دارایی راونیول شي چې ورځ تر بلې خپل ارزښت

لوړوي او که لوړ نه شي، نو خپل ارزښت خو باید هېڅکله هم له لاسه ورنه کړي.

د ملکیتونو د رانیولو په اړه بېلابېلې نظریې شته، یو شمېر کسان ښایي د عاید د زیاتوالی په موخه د ملکیتونو را نیول غوره وګڼي، خود بزګرۍ وده او پراختیا هم باید له پامه وانه غورځول شي، د هغو توکو رانیول هم غوره لاره ده چې په ورځینو چارو کې ستاسې د اسانتیا او د کار او بار د تر لاسه کېدونکي عاید د لوړتیا سبب ګرځي.

په یاد ولرئ، هر هغه توکی چې له بازار څخه یې د رانیولو هڅه کوئ، په اړه یې باید تر رانیولو د مخه بشپړ مالومات ولرئ، فکر وکړئ د هغه څه د رانیولو پلان مو چې درلود، څه موده پس یې له بازار سره پرتله کړئ، ستاسې په اند که هماغه جنس مو را نیولای وای، څومره ګټه به مو تر لاسه کړې وه، که د پام وړ ګټه مو ترلاسه کوله، په لږ پانګې سره دغه کار پیل او تجربه کړئ.

۲ - د لاسي صنایعو په جوړولو کې د کورني ځواک ګومارل: په کلیوالي سیمو کې د عاید د زیاتوالي یوه لار د هغو فعالیتونو وده او پراختیا ده چې په سیمه يیز چاپیریال او اقلیمي شرایطو پورې کمه اړیکه ولري، که څه هم په دا ډول سیمو کې بزګري په صنعتي ډول او تر ډېره برېده په چاپیریال او اقلیمي شرایطو پورې تړلې ده، خو د عاید د ترلاسه کولوغوره لاره نه ګڼل کیږي.

سیمه يیز لاسي صنایع د لاس په زیار جوړ شوي توکي دي چې جوړول یې یو ډول کمال او ځانګړې پوهې او مهارت ته اړتیا لري چې ټولې چارې یې د کورنۍ د غړو په مټ تر سره کیږي.

هغه چارې چې په کلیوالی سیمو کې پرته له کرنیزو چارو تر سره کیږي د کلیوالي لاسي صنایعو په نوم یادیږي چې په مصرفي صنایعو او لاسي صنایعو باندې ویشل شوي دي.

۳- پرمختللې بزګري ته وده ورکول: که د کلیوالي او سیمه يیزو صنایعو د جوړېدو اسانتیاوې نلرئ، غوره ده د پرمختللې بزګرۍ په برخه کې لکه د مرخیړو، کبانو، د شاتو مچیو او ... نورو د روزلو په لارو چارو باندې غور وکړئ چې کېدای شي، دغه کار ټول کال ستاسې د عاید غوره منبع وي، بله دا چې په دغه کار سره د کورنۍ د غړیو تر منځ د کار د ویش په وسیله د پټې بېکارۍ مخه هم په ښه توګه نيول کېدای شي.

په یاد ولرئ په ننۍ نړۍ کې تر ټولو ستر بایلونکی هغه کس دی چې لګښت ولري او عاید نه! هغه هم تر اړتیا زیات لګښت او داهم له یاده مه باسئ، هغه مهال د نا اړینو توکو د رانیولو هڅه وکړئ چې په هماغه اندازه زیات عاید مو تر لاسه کړی وي.

افغانستان له ازبکستان د پنځو فابریکو فعالول غوښتي

Jul 09, 2018 29

ولسمشر غني له ازبکستانه غوښتي چې د سمنټو د پنځو فابریکو په فعالولو کې هم ورسره همکاري وکړي.

د وخت مديريت؛ درېيمه برخه

Apr 28, 2018 29

د وخت په مدیریت کې د ښه‌والي او غوره‌والي د پيل ټکی ستاسې مینه او اراده ده. تقریباً ټول خلک دا احساس کوي چې د وخت د مدیریت په اړه يې مهارتونه تر نورو غوره او ښه دي. ډېری خلک څو څو [...]

د وخت مديريت؛ دويمه برخه

Apr 28, 2018 29

د بریالیتوب ګډ حالت یا بڼه

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې