نباتي هورمونونه
نباتي هورمونونه هغه مركبات دي چې د نبات په يوه برخه كې جوړېږي او په بله برخه كې دنده تر سره كوي او د نباتاتو د ودې برابرونكيو په نوم هم يادېږي. نباتي هورمونونه په طبيعي ډول په نباتاتو كې را منځ ته کېږي، خو په مصنوعي ډول هم منځ ته راځي. د كلني ودهيز فصل په اوږدو كې د هورمونونو اندازې په نباتاتو كې تغيير کوي. د هورمونونو فعاليتونه د يو توازن په ډول په نباتاتو كې سر ته رسېږي، كله د يو او كله د بل هورمن فعاليت زيات شي. Auxins: يوازېنى طبيعي هورمن دی چې په نباتاتو كې شته او يو شمېر مصنوعي اكسونونه Auxins هم منځ ته راغلي دي.
Indole acetic acid IAA:
IAA يوازېنى طبيعي Auxins دى چې په بوټيو كې پيدا كېږي، يو شمېر نور هورمونونه هم شته چې په IAA باندې اوړي.
IAA نباتي هورمون د نباتاتو د خاښونو په اخېري نوک، كوچنيو پاڼو، انكشافي جنين او يا په فعاله مرسټماټيكي نسجونو كې موجود وي.
آكسينونه Auxins د حجرې پر دېوال باندې اغېزه لري، حجروي دېوال اوږدوي، په يو معين غلظت سره Auxins كوچنۍ ميوې كوي او په يو ټاكلي غلظت سره د مېوو د تويېدو مخنيوى كوي. همدارنګه په مېوو كې د اتيلين د غاز د توليد سبب كېږي چې دا غاز د مېوو د پخېدو سبب ګرځي.
IAA يا IBA د بوټيو د قلمو د نيلو د توليد لپاره په کارېږي، قلمې د اكسينونو په پوډرو لړل كېږي چې له كښېنولو وروسته په چټكي د نيلو د توليد سبب كېږي، دا هورمونونه په سوداګري ډول توليدېږي چې د بوټيو په زياتوالي كې ورڅخه ګټه اخيستل كېږي.
اكسينونه Auxins د ځمكې د جاذبې قوې په وسيله له پاسه ښكته خوا ته حركت كوي چې د اړخونو د خاښو د غوټيو د ودې مخه نيسي. كه پاسني اخېري غوټۍ يوه اندازه ښكته خواته كږه شي او يا تر غوټۍ ټيټ انتقالي نسجونه پرې شي د اكسين Auxins حركت ښكته خوا ته له منځه ځي او د اړخونو د خاښونو د غوټيو د ودې سبب كېږي.
Gibberellins:
دا هورمون له يو ډول فنګس Gibberalla fujikuria څخه په لاس راغلی دی. په ۱۹۷۶ كال كې د نوموړي هورمون ۴۵ ډولونه وپېژندل شول چې له دې جملې يې GA3 زيات لګښت لري او په سوداګري ډول توليدېږي. دا هورمون پر دانه نهلرونكيو انګورو باندې د انګورو د دانې د غټوالي په موخه استعمالېږي. د انګورو دانې درې برابره لويوي.
Cytokinin:
دا هورمون په طبيعي ډول هم پيدا کېږي او مصنوعي هم جوړېږي. هغه ډول چې طبيعي جوړېږي Zeatin په نامه يادېږي چې د جوار دانې له اندوسپرم څخه په لاس راځي. د پسرلي په پيل كې د بوټيو په نيلو كې په زياته اندازه توليدېږي، تر توليد وروسته د نبات پاسنيو برخو ته حركت كوي، د حجرو په وېش كې مهم رول لري. مصنوعي ډول يې د Kinetin په نوم يادېږي. Cytokinin د مني په موسم كې نه توليدېږي، ځكه هغه مهال وده درېدلې وي.
Ethylene:
Ethylene د پخو شويو مېوو د هورمون په نامه هم يادېږي. دا هورمون له پخو مېوو استخراجېږي، مثلاً له مڼې، كيلې او نورو ميوو را ايستل کېدای شي.
Abscisic acid ABA:
Abscisic acid د Growth inhibitors «د ودې د مخنيوونکيو موادو» رول اجرا كوي.
دا هورمون د ودې مخنيوى كوي او د نباتاتو د استراحت سبب كېږي چې دا استراحت د ونو، غوټيو «پندكونو» لپاره زيات ارزښت لري.
دا هورمون عموماً د مني په موسم كې توليدېږي. د پسرلي په پيل كې د دې هورمون اندازه په بوټيو كې ډېره كمه وي.
0 نظرونه