منطق
۷ ثور ۱۳۹۷ 120906 0 نظر ژباړن: نقيب احمد عزيزي

منطق

دوه شاګردان خپل استاد ته ورغلل، پوښتنه يې وکړه چې منطق ورته تعريف کړي.

استاد په فکر کې شو، په خبرو يې پيل وکړ؛

- غوږ ونيسئ، زه يو مثال درکوم.

که ما ته دوه کسان راشي، يو خورا پاک سوتره او بل خيرن او بويناک وي او زه ورته وايم چې حمام وکړئ؛ نو اوس څه فکر کوئ چې کوم يو به حمام وکړي؟

دواړو شاګردانو په يوه غږ وويل؛ مالومه خبره ده، حتماً هغه خيرن ځي حمام کوي!

استاد وويل؛ نه، فکر کوم هغه پاک به حمام ته لاړ شي، ځکه هغه پاک په حمام‌کولو عادت دی، خيرن او بوين د حمام په قدر نه پوهېږي. ښه اوس وواياست کوم يو به ولامبي؟

دا ځل شاګردان وايي؛ پاک، پاک به حمام وکړي!

استاد وويل؛ نه، فکر کوم چې مردارخور او بويناک به لامبي، ځکه چې حمام ته اړ دی.

او بيا يې پوښتنه وکړه؛ ښه وواياست چې کوم يو به حمام ته لاړ شي؟

شاګردانو وويل؛ نه پاک نه خيرن!

استاد زياته کړه؛ مګر دغسې هم نه ده، دواړه يې کوي، ځکه د يوه عادت او د بل اړتيا ده چې ولمبېږي، اوس مو څه خيال دی څوک به ځان پرېمنځي؟

دا ځل شاګردانو په ډېر جوش وويل؛ دواړه، دواړه!

استاد ژر په خبرو پيل وکړ؛ نه، يو به يې هم و نه کړي، ځکه د پاک ورته ضرورت نه دی او د خيرن عادت نه دی!

شاګردانو په اعتراض وويل؛ هو همداسې خو ده، مګر څنګه سم تشخيص وکړو؟ هر ځل چې يو څه واياست، خبره مو سمه را خېژي!

استاد په ډاډ ځواب پيل کړ؛

- ډېر ښه! ستاسې پام شو، منطق همدا شی دی، د هر چا له ليدلوري توپير مومي. کوښښ وکړئ چې د ليدلوري ډول مو متنوع کړئ، تاسې چې کومې ټاکلې فرضيې لرئ، هغه هم بدلېدای شي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې