اوسپنه
يوه اهنګر له ډېرې غښتلې ناروغۍ سره سره د خدای د عبادت مينه پاللـه.
يوه ورځ يې يوه ملګري چې پر خدای يې باور نه درلود، ترې پوښتنه وکړه؛ ته څنګه کولای شې د هغه خدای عبادت وکړې چې ته يې په داسې مصيبتونو اخته کړی يې؟
اهنګر سر وځړاوه او و يې ويل؛
زه چې کله غواړم کومه اوسپنه په يوه مهمه وسيله بدله کړم، يو ځل يې اور ته نيسم، بيا يې پر سندان ږدم او په څټک يې وهم، په پای کې دا اوسپنه زما د خوښې او اړتيا په اله بدلېږي. که چېرې دغه اوسپنه زما د خوښې په وسيله بدله نه شوه، ايسته يې غورځوم.
همدا کار مې سترګو ته درېږي، همېشه د خدای دربار ته لاسونه نيسم چې خدایه تل مې د ستونزو اور ته ونيسه، خو بېګټې شی رانه مه جوړوه چې د غورځېدو شم.
0 نظرونه