د يوه ژوند داستان
کله چې سپينږيري نجار کار بس کړ، د کار څښتن ته يې خوند ور نه کړ او په دې هڅه کې شو چې نجار بېرته کار ته جوړ کړي؛ مګر نجار په نټي و.
صاحبکار په ډېر تاسف د نجار پرېکړه ومنله، خو د وروستي شرط په توګه يې ترې وغوښتل چې يو کور ورته جوړ کړي.
نجار چې د کار د بس کولو پرېکړه کړې وه، له نه زړه يې ورسره ومنله، خو په تلواره تلواره يې ګډوډ کار وکړ، کور يې د نورو په پرتله په کمزوري شکل ورغاوه.
شپې ورځې وتې، کار بېخي پای ته ورسېده.
کله چې يې د کور څښتن ته د نوي کور کيلي سپارله، هغه ورته وويل؛
- دغه کور زما له خوا تا ته ډالۍ دی، تا ډېر اوږد عمر کار راسره کړی!
نجار ورپېده، د حيرانتيا او ارمان احساس په مخه کړ، وشرمېده.
دا زموږ د ژوند داستان دی.
ځينې وخت موږ د ځان لپاره هم ډېر له نه زړه کار کوو، بيا وروسته پوهېږو چې زموږ د ژوند شپې هلته تېرېږي چې په خپل لاس مو ځان ته تيار کړی؛ مګر دلته نو زموږ له ګوتو هغه فرصتونه وتلي وي چې مثبت بدلون مو پکې خپلولای شوای.
موږ هر يو د خپل ژوند نجاران يوو، د ژوند ساعتونه د څټک هغه وارونه دي چې د ژوند د کور مېخونه او پلې مو پلهپورې کوي.
د ژوند د کور په جوړولو کې پام هغه څه دی چې وروسته پښېماني راسره پکې اړولای نه شي.
پام کوئ.
0 نظرونه