ژورناليزم بايد د زورناليزم ځای ونيسي
۲۴ ثور ۱۳۹۷ 145214 0 نظر روزنامه سرخط

ژورناليزم بايد د زورناليزم ځای ونيسي

د هېواد له وتلي ژورنالیسټ احمد غوث زلمي سره د سرخط ورځپاڼې ځانګړې مرکه

 

د سرخط په دې ګڼه کې له دکتور احمد غوث زلمي سره مرکه لولئ، زلمی مبتکر ژورناليسټ، مبتکر او محبوب وياند، وتلې او متواضع څېره او د راډيو ټلوېزيون باتجربه کارمند  دی، راځئ چې ترې واورو.

 

سرخط؛ ښاغلی غوث زلمی! ستاسې نوم به ډېرو خلکو ته اشنا وي، خو بيا هم ښه ده چې د ځان، مسلک او فرهنګي ژوند په اړه په خپله ورته وواياست؟

زلمی؛

زه د استقلال لېسې په يوولسم ټولګي کې وم چې په فرهنګي کارونو مې پيل وکړ.

د ۱۳۵۱ لمريز کال په وروستيو کې له لېسې فارغ شوم او د ۱۳۵۲ کال په کانکور کې تر ګډون او برياليتوب وروسته د کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي ته لاړم، په کانکور کې شل زره کسانو ګډون کړی و چې يو زر او اته سوه کسه پکې بريالي شوو، له نېکه‌مرغه زه هم په همدې ډله کې راغلی وم.

د ادبياتو د بشري علومو له څانګې په دويم کال د ژورناليزم څانګې ته بېل شوم، کله چې مې د پوهنځي رسمي دوره خلاصه کړه، په مطبوعاتي برخه کې رسمي مقرر شوم او په راډيو ټلوېزيون کې مې کار ته دوام ورکړ.

فوق ليسانس مې په فرانسه کې واخيست، ماسټري مې له چکوسلواکيا راوړه او دوکتورا مې په ۱۱۹۵م کال کې له کار سره هم‌مهاله «چې په تاشکند کې د افغانستان د سفارت د فرهنګي برخې مسوول وم» د تاجکستان له پوهنتون څخه غيابي لاس ته راوړه. زما دغه دکتورا د ملګريو ملتونو د «ای‌او‌ام» په انټرنيټي پاڼه کې رسمي ثبت ده.

د پوهنتون په دوران کې مې د فرانسې او افغانستان له پيداګوژيک مرکز څخه په فرانسوي ژبه او ادبياتو کې هم ليسانس تر لاسه کړ.

 

 

سرخط؛ تاسې چې د ژورناليزم مسلکي زده‌کړه لرئ، ژورناليزم څنګه تعريفوئ، څوک په څنګه ځانګړنو او صفتونو کولای شي چې يو ښه، باخبره او مسلکي ژورناليسټ ثابت شي؟

زلمی؛

په عمومي صورت ژورناليزم د پېښو او خبرونو ليکلو ته وايي، همدا راز په بېلابېلو وسيلو د مالوماتو تبادله هم ژورناليزم نومېدای شي.

ژورنال فرانسوي کلمه ده، د ورځنيو پېښو، يادښتونو او د هغو پېښو ثبتولو ته وايي چې د زمان په اوږدو کې واقع کېږي، همداسې ژورنال نن سبا هر ډول خپرونې ته ويلای شو.

 

بالاخره ژورناليزم د مالوماتو هغې تبادلې ته وايي چې د ليکلو، ټلوېزيون يا راډيو له لارې کېږي، ژورناليسټ هغه څوک دی چې دغو رسنيو ته مواد برابروي، په ژورناليزم کې وخت ډېر مهم اصل دی، يانې پېښې بايد ژر تر ژره انعکاس پيدا کړي. ژورناليزم په دې توګه د ټولنو او حتا د نړۍ بدلوونکی دی.

خلک فطري غواړي چې پر واقعيتونو يې سر خلاص شي چې دغې غوښتنې ته يو واقعي ژورناليسټ ځواب وايي.

 

سرخط؛ ژورناليسټ چې کوم راپور تياروي، بايد کوم معيارونه او مسلکي اساسات يې په پام کې نيولي وي؟

زلمی؛

راپور بايد سريع وي، مستند وي، شخصي نظرونه پکې نه وي، توازن او لنډيز يې پکې پاللي وي.

 

سرخط؛ تاسې د بيان ازادي څنګه تعريفوئ، ايا سرحد لري که نه، که سرحد لري، بايد کوم مسايل پکې شامل وي؟

 

زلمی؛

د بيان ازادي بالکل خپل ټاکلي بريدونه لري. داسې نه ده چې په ذهن کې مو يو شی راوګرځي، بايد وشغول شي، که څوک داسې کوي، د کعبې پر ځای ترکستان ته روان دی. تاسې وګورئ په معتبرو او نړيوالو رسنيو کې يو قانوني سانسور شته، کارکوونکي يې د هېوادونو د نافذو قوانينو په مطابقت روان دي.

زموږ په هېواد کې د ژورناليسټانو د سواد سطح هومره کافي نه ده، ځکه خو د بدو پېښو شاهدان يوو، يا خپله د بيان ازادي په شر راته اوښتې ده.

 

سرخط؛ تاسې خبر ياست چې په افغانستان کې ژورناليستان له ستونزو سره مخ دي، د بيان ازادي ټکول کېږي او يا د بيان د ازادي په نامه ملت تهديد او وېرول کېږي، د يوه ازاد ژورناليست په حيث دغه حالت څنګه اروزئ؟

 

زلمی؛

که د زورناليزم پر ځای د ژورناليزم د اساساتو مطابق ولاړ شو، مسلکي زده‌کړې پياوړې کړو، هيڅکله هم دغه ډول ستونزې نه شي پاتې کېدای.

 

سرخط؛ ځينې وخت زورواکي ژورناليستان تهديدوي، اخطار ورکوي او ډاروي، دوی غواړي خپلې کړنې پټې کړې، تاسې چې يو باتجربه ژورناليسټ ياست، د خپلو هم‌مسلکانو د دفاع په اړه څه فکر کوئ؟

 

زلمی؛

زما چې د افغانستان د ژورناليسټانو د شورا مسووليت په غاړه دی، له دا ډول ډېرو ستونزو سره مخ شوی يا ترې خبر شوی يم.

څنګه چې ژورليسټان اجراييوي قوت نه دی، تر ډېره لازمه ده چې له ستونزو سره اوږدمهالې مبارزې ته چمتو وي، کله چې قانون پر هر چا تطبيق شو، بيا به نو هيڅ ستونزه نه پېښېږي، ژورناليسټان به له خپل مسلک څخه نه پښېمانېږي.

 

سرخط؛ د ژورناليسټانو بين‌المللي اتحاديې به د ژورناليسټانو په روزنه او حفاظت کې له خپله توانه څنګه اعظمي ګټه پورته کړای شي؟

 

زلمی؛

څو چې زموږ دولت قانون نافذ او تطبيق نه کړي، ملي او بين‌المللي مشکلات به دوام لري، کاري سرچينې به هم خپل فعاليتونه سم نه شي وړاندې کولای.

 

سرخط؛ څومره چې موږ ګورو تاسې د ژورناليزم او ادبياتو په دواړه برخو کې برياوې لرئ، څه فکر کوئ دغه دوه رشتې څومره همغږي لري؟

 

 

زلمی؛

ما خپل فعاليتونه د راپورونو په ليکلو پيل کړي، همدا رنګه مې له فرانسوي ژبې دري ته ادبي متنونه راژباړلي دي. زما په نظر ادبي او ژورناليسټيک کارونه لاز و ملزوم دي.

 

سرخط؛ په خبر، مرکه او راپورتاژ کې کوم ټکي ډېر مهم او اساسي دي؟

زلمی؛

هماغه چې پورته مې ياد کړل، تېزي، مستندوالی، بې‌پرېوالی او توازن...

 

سرخط؛ د خلکو په پوهاوي او د ذهني روشنګري لپاره د رسنيو رول څنګه ګڼئ؟

زلمی؛

يوه رسنۍ کولای شي چې يو ملت نېک‌مرغي يا بدمرغي ته بوځي، څنګه چې ويل کېږي رسنۍ د يو ملت لپاره څلورم ځواک دی، همدا خبره ده چې اغېز يې د پټ پاتېدو شی نه دی.

سرخط؛ تاسې په راډيو ټلوېزيون کې د يوه پخواني کارمند په توګه ويلای شئ چې ستاسې د خپرونو په تېره بيا «پاسخ چيست؟» خپرونې د کاميابي او شهرت راز په څه کې و؟

زلمی؛

د يوې ښې خپرونې جوړول يوازې د يوه سړي کار نه دی، خپرونې اصلاً بايد په داسې معيار تيارې شي چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي، ذوق يې وروزي او طبع يې صيقل کړي. د خپل فرهنګ، ژبې او ارزښتونو پالنه هم مهمه خبره ده، له دې ټولو سره بايد د ادبي او ژورناليسټکو اړخونو توازن وساتل شي. که دغه ټولې خواوې په نظر کې ونيول شي، طبيعي ده چې خپرونه به ثمره او اغېزه ولري.

 

سرخط؛ د ژورناليسټيکي کارونو تر څنګ نور په کوم کارونو بخت واست؟

زلمی؛ زه د دغو خپرونو د جوړولو تر څنګ په خورو ورو ليکنو هم لګيا وم، د خپرونو سکريپټونه مې جوړول او د بيان د ازادي لومړۍ تجربې مې کولې.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې