په يوه شېبه کې زرګونه ډالره ګټه
۱۱ سنبله ۱۳۹۸ 307 0 نظر سرخط

په يوه شېبه کې زرګونه ډالره ګټه

په يوه شېبه کې زرګونه ډالره ګټه

هغه چې وايي، شوق او علاقه هيڅ بیه نه ‌لري، دا خبره څو ورځې وړاندې یو کاناډايي سوداګر په اثبات ورسوله.

د امریکا په شیکاګو کې یو کاناډايي کس د لس سينټو یوه لرغونې نایابه سکه په یوه ليلام کې په ۱۳ سوه ۲۰ زره ډالره پېرلې ده.

د امریکايي رسنیو د مالوماتو له مخې، په ۱۸۹۴ مېلادي کال کې په سن فرانسېسکو کې د لس سينټو ۲۴ نایابه سکې ليلام ته وړاندې کړې وې چې له هغې یوازې ۹ دانې پاتې وې او وروستۍ یې اوس ليلام ته وړاندې شوه.

ویل کېږي دا سکه د مشهور باسکټ‌بال لوبډلې "لاس اینجلس لیکرز" د کورنۍ ملکیت و چې په دومره لوړه بیه وپلورل شوه.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هم دا ډول سېکه لېلام ته وړاندې شوه وه، خو هغه یوازې په څلور سوه او ۵۶ زره ډالرو پلورل شوې وه.

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې