
امريکا وايي، له ولسمشر غني څخه استعفا نه غواړي
وروسته له هغه چې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې امريکا او بريټانيا له ولسمشر غني څخه غوښتي دي چې له واکه دې لاس واخلي او استعفا دې ورکړي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، دا هسې تشې اوازې دي او دوی له ولسمشر غني څخه داسې غوښتنه نه کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړپوړي چارواکي امريکا غږ ته ويلي دي چې داسې هيڅ شی يې له ولسمشر غني څخه نه دي غوښتي او د هېواد د مشر په توګه د چا د ټاکلو په اړه، د افغانستان د خلکو رايې او پرېکړې ته احترام لري.
تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نډ پرايس ويلي و چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير او لوی درستيز دواړو له ولسمشر غني سره خبرې کړې او ډاډ يې ورکړی دی چې امريکا به د افغان حکومت له ملاتړ څخه لاس نه اخلي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه