پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟
۱ حمل ۱۳۹۹ 3542 0 نظر زین الله احمدي

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

زین الله احمدي

د بریالیو کسانو لپاره د کال پیل ډېر مهم او ارزښتناک وي، دا هغه ۳ سلنه بالغ کسان دي چې ټاکلي او لیکلي اهدف لري؛ باوري یم چې د حوت میاشت به دوی په دې تېره کړې وي چې څنګه، په کوم مثبت بدلون او په ښه ډول نوی کال پيل کړي.

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه وي او یا یې مشخصولای نه شي.

په هر حال څه چې تېر شو، هغه هېر شو، تېر وخت بېرته نه راګرځي، موږ په اوس کې ژوند کوو او په کار ده چې خپل اوس ښکلی کړو؛ تر څو روښانه راتلونکی ولرو، ددې له پاره لاندې موضوعات په غور تر لوستلو وروسته د کال له پیل سره سم په ځان عملي کړئ:

۱ ـ تېر وخت هېر کړئ

تېر وخت هېر کړئ، څه ډول چې تېر شوی، هماغسې یې ومنئ، پر تېر وخت پښیمانتیا د سوکاله ژوند تضیمن نه شي راکولای، پرته له دې چې چې نن مو هم په بې ځایه فکرونو زنداني او قرباني نه کړي؛ ستاسو ننۍ ټاکنې، ستاسو راتلونکی ټاکي، مخکنی محرومیت ناسم معیار او ناوړه چلند دی، نن ستر فرصت او لوی الهي نعمت دی، په خپله ګټه یې تېر کړئ.

۲ ـ خپل اهداف ولیکئ

هدف درلودل د ژوند کولو له پاره دلیل دی، بې هدفه انسان په ژوند مړی حساب دی، ناپلیون هېل وايي (( یوازې ۳ سلنه بالغ کسان لیکلي اهداف لري)) له نن وروسته خپل ټول اهداف د کاغذ پر مخ ولیکئ، څېړنې ښيي چې د اهدافو لیکل ۲۲ سلنه هغه ته د رسېدو په برخه کې مرسته کوي، د موخو درلودل د وخت په مدیریت او د ژوند په نظم کې کې پراخ اغېز لري، هدف درلودل تاسو په حرکت راولي، انرژي مو زیاتوي، ارزښتونو ته مو متوجه کوي.

هدف باید لاندې ۳ ځانګړنې ولري:

۱ ـ هدف باید زمونږ له استعداد او علاقې سره برابر وي.

۲ ـ هدف باید د اندازې وړ او وررسېدل ممکن وي.

۳ ـ هدف باید ګټور او په عین حال کې روښانه وي.

همدا اوس قلم او کتابچه راواخلئ او د نوي کال له پاره ستر او کوچني، اوږد مهاله او لنډ مهاله اهداف ولیکئ.

۳ ـ پلان جوړ کړئ

د ناکامۍ لومړنی لامل له پلان پرته عمل دی، ټول بریالي کسان د یوه لیکلي پلان له مخې کار کوي، همدا پلان دی، چې وخت او پیسې سپما کوي، له پلان او عمل پرته هدف هېڅ معنا نه لري، پلان دی چې تاسو له اختلاطي ژوند څخه ژغوري او هر ورځ ستاسو په ګټه تېرېږي، د پلان درلودلو بله ګټه داده چې ستاسو کاري تمرکز زیاتېږي، لومړیتوبونه به وپېژنئ، په منظم ډول به خپل کارونه پرمخ وړئ،

کله چې د خپلو موخو له پاره پلان ولرئ، ستاسو ناخوداګاه ذهن سمدلاسه فوق العاده ذهن ته کارونه سپاري او تاسو به پرله پسې کار وکړئ.

د وخت د مدیریت متخصص الکس مکېنزي وايي (( له پلان پرته عمل د هرې ماتې لامل دی.))

نور نو څه ته په تمه یئ، ولاړ شئ او د خپلو موخو له پاره لیکلی پلان جوړ کړئ.

۴ ـ نور مه ملامتوئ

له همدې شېبې د تېر، اوس او راتلونکي په خاطر د نورو له ملامتولو سره خدای پاماني وکړئ، له همدې شېبې هڅه وکړئ، چې د خپلو کړنو، توجیه کولو او پلمې کولو ته د پای ټکی کېږدئ، کله چې نور ملامتوئ او پلمه پیداکوئ، په حقیقت کې خپل ځواک له لاسه ورکوئ. هیڅوک تاسو نه شي بدمرغه کولای، هر انسان نېکمرغه پیدا شوی، اوسنۍ بدمرغي د هغه د کړنو پایله ده.

مشهور کمېډن باډي هاکېټ وایي (( زه هېڅکله له ځان سره کینه نه ګرځوم؛ ځکه کله چې تاسو له ځان سره کینه ګرځوئ، تاسې ته یې زیان رسېږي.))

۵ ـ لویې هیلې ولرئ

لویې هیلې ولرئ، کله چې د یو څه هیله وکړئ، هغه ته به ورسېږئ، ستاسو خوبونه هغه ژمنې او تړونونه دي، چې له خپل ځان سره مو تړلي او په پایله کې به هغه ته ورسېږئ.

ستاسو ذهن کېدای شي ستاسو ښه دوست یا بد دوښمن واوسي؛ خو ستاسو افکار په یوازیتوب دومره وړتیا لري جې تاسو روغ، ناروغ، غریب، بډای، مشهور او یا نامشهور کړي.

۶ ـ خپل ژوند ته بدلون ورکړئ

که چېرته په خپل ذهن کې د ښو او ځلېدونکو باورونو او هیلو انځور طراحي کړئ، خپل ځان به په داسې شرایطو کې ووینئ، چې ستاسو موخو ته د رسېدلو لامل ګرځي.

د خپل فکر په بدلون سره خپل ژوند بدل کړئ، ټول منفي افکار لېرې او ځای یې مثبتو افکارو ته پرېږدئ؛ مثبت فکر ستاسو پر شخصیت، روغتیا، انرژي، کړنو او چلند رغوونکی اغېز لري؛ څومره چې ښه فکر کوئ، په هماغه اندازه به پر نفس ستاسو باور زیات شي.

۷ ـ ارزښتونه مو مشخص کړئ

د نړۍ د رهبرانو تر ټولو مهمه ځانګړنه داده چې هغوی خپل ارزښتونه مشخص کړي، دوی په دې پوهېدلي چې اصلاً څه غواړي او د څه له پاره مبارزه کوي، ارزښتونه ستاسي د شخصیت معیار ټاکي، څومره چې ستاسو ارزښتون راڼه وي، په هماغه اندازه به ستاسې کړنې دقیقې او منظمې وي.

په نړۍ کې هېڅ شی بې ارزښته نه دي؛ خو د هر څه د ترلاسه کولو هڅه تاسې له اصلي ارزښتونو لېرې پاتې کوي.

خپل ارزښتونه مو مشخص او د ترلاسه کولو لپاره یې لاس په کار شئ.

رای اې ډیسني وايي (( څومره چې ارزښتونه روښانه وي، په هماغه اندازه به د پرېکړې کول درته اسانه وي.))

۸ ـ خپل راتلونکی تصور کړئ

تاسو هغه څه کېږئ چې تصور یې کوئ، نني بریالي کسان د پخوا  هغه خیال پلوه اشخاص دي، چې په ذهني نړۍ کې یې خپل ځان بریالی تصور او فوق العاده ذهن یې کار ته اماده کړی و.

تاسو هم په کراتو کراتو  ځان هغه څه ته رسېدلی او بریالی وبولئ، چې په رښتیا یې غواړئ، دا کار تاسو کار کولو ته هڅوي، له کار سره مو شوق زیاتېږي.

ناپلیون هېل وايي (( څه مې چې په ذهن کې تصور کړي، هغه ته رسېدلی یم.))

راځئ؛ له نن وروسته په نوي کال کې، په نوي فکر، نوي پلان او نوي عمل نوي ژوند پیل کړو.

نوی کال مو نېکمرغه!

 

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

Apr 01, 2020 29

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او [...]

زلمي خليل‌زاد ته!

Mar 23, 2020 29

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

نامه‌ای سرگشاده به رئیس جمهوری

Jan 18, 2020 29

رشته‌ام ژورنالیزم است و از سال‌ها به اینسو در ادارات مختلف ایفای وظیفه می‌نمایم و هدفم بیان واقعیت‌های است که نتوانستم از آن چشم پوشی نمایم. برای نخستین بار، محمد جواد [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک