افغانستان دې بهرنيو د سیالي ډګر نه ګرځي
له هغه وروسته چې امریکا په عراق کې د ایران د سپاهپاسداران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلېماني چې د دغه هېواد دویم کس بلل کېده، په نښه او وواژه، ایراني چارواکیو امریکا ته د غچ اخیستو ګواښ وکړ او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې هم په ځواب کې وویل چې که محضې یې ځان وښوراوه، ۵۲ مهم مرکزونه به یې په نښه کړي.
د امریکا او ایران تر منځ وروستي کړکېچ او احتمالي بریدونو افغانان اندېښمن کړي او وايي، هسې نه افغانستان د دواړو هېوادونو د سیالي ډګر وګرځي او د تېر په څېر په پردي اور کې افغانان وسوځېږي.
یو شمېر هراتیانو پرون د دغه ولایت د ولایت مقام مخې ته لاریون کړی و او ټینګار یې کاوه چې افغانستان باید د پردیو د سیالي پر ډګر بدل نهشي. دوی پر امریکا او ایران غږ وکړ چې د خپلې لانجې لمن افغانستان ته را اوږده نه کړي او دغه راز یې له افغان حکومته وغوښتل چې هېواد د ورته احتمالي وضعیت سره له مخامخېدو وژغوري.
که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني له امریکايي او ایراني چارواکیو سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې په دغه مساله کې له افغانستانه لرې واوسي او د یو بل پر وړاندې افغان خاوره و نه کاروي، خو په هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې پر مهال چې لا هم روانه ده، افغانستان وخت ناوخت په یو او بل نوم د بهرنیو هېوادونو د رقابت پر ډګر بدل شوی او د ګاونډیانو په ګډون، د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه اوس هم د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي.
سره له دې چې په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو سیالي تر ډېره ښکاره او مستقیمې نه کېږي، خو واقعیت دا دی چې دغه هېوادونه په یو ډول نه یو ډول د یو شمېر افغانانو په وسیله افغان خاوره کاروي.
که څه هم د امریکا او ایران تر منځ د تازه کړکېچ په تړاو د افغان حکومت دریځ بېطرفه او معقول و، خو په افغانستان کې د امریکا او ایران نفوذ او لاسرسي ته په کتو، د دواړو لوریو له رقابته د افغان خاورې ژغورل یوازې د دریځ په غوره کولو نه کېږي، بلکې په کار ده چې حکومت په دې برخه کې ځینې سیاسي لارې چارې هم وکاروي.
که د ایران او امریکا تر منځ اوسنی کړکېچ نور هم اوږد او سخت شي، ښايي په افغانستان کې هم یو د بل پر وړانډې ځینې ښکاره او پټ اقدامات وکړي، خو دا د مسوولو چارواکیو ځیرکي او دقت غواړي چې څنګه افغان خاوره له دغې پېچلې او خطرناکې سیالي وژغوري.
له دې سره سره چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر سیاستوالو او سیاسي ګوندونو په دې موضوع کې د ایران پلوي کړې او پر قاسم سلیماني یې د امریکا برید غندلی، خو دا چې ایران د افغانستان ګاونډی او امریکا یې هم تر ټولو ستر سټراټېژیک همکار هېواد دی؛ نو حکومت او سیاستوالو ته په کار ده چې په ډېر دقت وړاندې لاړ شي، ځکه که د هر لوري خوا یې ونیوله، زیان به یې وطن ته رسېږي.
0 دیدگاه