«تنها جي» فلم را روان دی
«تنها جي» فلم را روان دی
د بالیووډ ستوري اجی دیوګن نوی فلم «تنها جي» د را روان ۲۰۲۰ کال د جنوري په لسمه نېټه بازار ته راوځي.
د دغه فلم ځانګړنه دا ده چې دا به د اجیدیوګن د یو کم سلو فلمونو نوملړ سلو ته ورسوي.
د فلم ډایريکټر ایم رات دی او د اجی د مېرمنې کاجل تر څنګ سیف علي خان هم پکې کار کړی دی.
اجیدیوګن وايي چې تنهاجي فلم یې د هغه بېنومه جنګیالي په اړه دی چې هيڅ ستایل شوی نه دی او دا کیسه د هغه په مفکوره پیلېږي.
دی زیاتوي، د فلم کیسه پر عادي خلکو هم اغېز کوي، تنهاجي پکې یو ملي اتل ښوول شوی، په تاریخي کتابونو کې د هغه په اړه یوازې پاڼې ډکې شوي، موږ غواړو د هغه د اتلولي مالومات تر ډېرو نورو ورسوو.
د تنهاجي فلم دویم ټرېلر هم خپور شو، په دغه ټرېلر کې اجیدیوګن او سیف علي خان یو له بل سره جګړه کوي او کاجل د خپل خاوند اجیدیوګن په ننګه را څرګندېږي.
که یوې خوا ته اجیدیوګن د فلم مرکزي اتل دی، بلې خوا ته بیا سیف علي خان ته منفي رول ورکړل شوی چې د پادماوتي فلم د سلطان علاوالدین غلجي رول ته ورته دی.
د یادولو وړ ده چې په دغه فلم کې اجیدیوګن د مرهټي جنګیالي تانجي مالوسوري په رول کې د اتل په حيث، سیف عليخان د اودي بهان سینګ په رول کې د مخالف جنګیالي او کاجل د سویترابي مالوسوري په رول کې د اجیدیوګن د مېرمنې په توګه کار کړی دی.
0 دیدگاه