ویسټانډیز په یوه ورځنۍ سیالۍ کې هند مات کړ
ویسټانډیز په یوه ورځنۍ سیالۍ کې هند مات کړ
د هند او ویسټانډیز ترمنځ د کرېکټ په یوه ورځنۍ سیالۍ کې ویسټانډیز وتوانېد چې د اتو ویکټو په توپیر هند ته ماتې ورکړي.
د لوبې پچه ویسټانډیز وګټله او د توپاچونې پرېکړه یې وکړه.
هند د توپوهنې پاڼۍ کې په پوره ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړیو په سوځېدو سره ۲۸۹ هدف کېښود. خو ویسټانډیز وکولای شول چې یوازې د ۲ لوبغاړیو په له لاسه ورکولو سره په ۴۸م اوور کې ټاکلی هدف پوره او د دې سیالۍ بریا خپله کړي.
د دغه سیریز دویمه سیالي به د چهارشنبې او درېیمه هغه یې هم د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ وشي.
0 دیدگاه