د بنګلهدېش حکومت دې د پاکستان امنیت په اړه ډاډ ورکړي
د بنګلهدېش حکومت دې د پاکستان امنیت په اړه ډاډ ورکړي
د بنګلهدېش کرېکټ بورډ مشر نظمالحسن وايي چې بورډ به یې هېڅکله لوبغاړي دې ته اړ نه کړي چې د پاکستان دورې په سفر لاړ شي.
نوموړی زیاتوي، پاکستان ته د سیالیو لپاره د ورتګ پرېکړه لوبغاړي کوي او بورډ به هېڅکله هم ورباندې فشار وارد نه کړي.
د پاکستان کرېکټ بورډ دا ځل د بنګلهدېش لوبډله د دوو ټېسټ او درې شل اوریزو لوبو سیریز لپاره دغه هېواد ته وربللې، خو د بنګهدېش لهخوا ورته د هو او نه ځواب لا هم نه دی ورکړل شوی.
د بنګلهدېش د کرېکټ بورډ رییس وايي، تر اوسه یې په دې اړه پرېکړه نه ده اعلان کړې او په وینا یې، نه هم دا اټکل کولای شي چې کومه لوبډله هلته واستوي.
هغه زیاتوي، لومړی باید موږ ته خپل حکومت د پاکستان د امنیت په اړه ډاډ راکړي، وروسته بیا په دې اړه پرېکړه اعلانولای شو.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۹ کال په لاهور ښار کې پر سريلانکايي لوبغاړیو تر خونړي برید وروسته اوس هېڅ بهرنۍ لوبډله پاکستان ته د سفر جرات نه کوي. د یادولو ده چې په هغه برید کې ځينې سریلانکايي لوبغاړي ټپیان شول.
0 دیدگاه