د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې
۲ اسد ۱۳۹۸ 3691 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

موږ همېشه له خپلې لمنې اور اخيستی، پر موږ چې هر دوښمن وار کړی دی، لاسونه مو ورته خپلو خلکو تړلي، که زموږ سياسي ماشومانو لسيزې وړاندې د جهاد په نامه دا هېواد نه وای ټوکر ټوکر کړی، سل کلنه اردو، ادارې او تجهيزات يې دړې وړې او پر پاکستان په ليلام نه وای پلورلي، نن به داسې خوار نه وای چې د نړۍ د هاغه سر د يوه بې‌سده هېواد، لېونی جمهور رییس په لسو ورځو کې زموږ د اباګانو د هډوکو ماتولو ګواښ کوي.

 د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړمه شپه د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره په خبرو کې وويل، د افغانستان د جګړې ګټل ورته اسانه دي، په لسو ورځو کې يې ګټلای شي، خو بيا به لس ميليونه افغانان مړه وي او افغانستان به د نړۍ له نقشې ورک وي.

د ډيپلوماسي په ژبه، دغسې څرګندونې ښکاره ښکنځلې دي، هغه هم د داسې چا له خولې چې هېواد يې ځان د نړۍ د ډيموکراسي او ډيپلوماسي سرلاری بولي.

ښايي ټرمپ ته به دغسې چټيات پر ځای خبرې ښکاري، خو امريکايان که خپل سر ګرېوان ته کته کوي؛ نو له شرمه به يې بېرته د را پورته کولو جرات و نه لري.

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له منځه وړل، يو انتخاب دی؟

افغانستان او پاکستان دواړه د امريکا سټراټېژيک ملګري هېوادونه دي، خو انکل سام د سيمې پر همدې يوه بام، يو ځای له يخه رېږدي، بل ځای يې له ګرمي وينې اېشي.

 

که امريکا په دې پوهېږي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي، روزنځايونه يې تر ډيورنډ پورې غاړه دي، وسلې په کوټه، کراچۍ، پېښور او نورو ځايو کې ورکول کېږي، د ترهګرو تشکيل د کوټې او ميرانشا له شورا کېږي، خو بيا هم پر دې هر څه سترګې پټوي، د پاکستان پلو نيسي او پر افغانستان د بمونو مېندې غورځوي؛ نو امريکا يو بزدله هېواد دی چې پر خره يې وس نه رسېږي، بار ته يې لرګي نيولي.

په دې صورت کې امريکايان د افغانانو لپاره يوازې نامرده ملګري دي چې د افغانانو تر بالښت لاندې ډوډۍ ته يې سترګې نيولې او چې وس يې ورسېږي، د افغانانو له دوښمن سره په شريکه د دې خلکو او هېواد له پښو خاورې باسي.

او که امريکا په دې نه پوهېږي چې پاکستان منافق دی؛ نو بيا خو دې د امريکا استخبارات زهر وخوري چې د نړۍ تر ټولو استخباراتي ادارو يې مالومات کم دي.

 دا ولس پر هره لاره درسره ځي چې د ملګرتيا لاس دې ورکړ، په رڼو سترګو درسره د کندې پر خوا هم روان وي او بيا د غورځېدو باک هم نه لري، خو که دې د زور خبره وکړه، بيا خبره سبا ته نه پرېږدي، په همدې ځای دې په خوله کې په سوک وهي. فکر نه کېږي چې امريکا دې دومره ناپوهه وي چې ټرمپ دې يې دغسې څرګندونې له خپل لېونتوبه کړې وي.

دلته دوې خبرې د افغانانو ذهن ته ورځي، يا خو امريکا په لوی لاس د طالبانو پر ژرنده اوبه ور خوشې کړې دي. د ټرمپ په دغسې څرګندونو د امريکا پر ضد د ميليونونو افغانانو دريځ د طالب په څېر کېږي او دا غيرمستقيم طالب او پاکستان ته د امريکا کمپاين دی چې دواړه د دې ولس دوښمنان او له بده مرغه اوس دواړه د امريکا نږدې ملګري دي.

 

او يا خو امريکا په لوی لاس غواړي د افغانانو پر خاوره بحرانونه جوړ کړي. اوبه خړې کړي او له دې ځايه پښې سپکې کړي.

که لومړی اټکل سم وي؛ نو امريکايان د افغانانو دوښمنان دي او افغانان پوهېږي چې له دوښمن سره څنګه برخورد وکړي او که دويم اټکل پر ځای وي؛ نو امريکا د ځان دوښمنه ده، ځکه که خدای مه کړه دلته يو وار اور لګېږي؛ نو بيا به دغه اور يوازې د افغانستان تر حدودو محدود نه وي، بيا به د انکل سام ږيرې هم اور اخيستی وي. امريکا به په دغسې څرګندونو هيڅ لاس ته را نه وړي، يوازې خپل ځان به برباد کړي.

هسې هم د امريکا د غلطو پاليسيو له امله افغانان د امريکا په ملګرتيا پښېمانه شوي، خو چې امريکا خپل لېوني و نه تړي او دغسې څرګندونو ته دوام پسې ورکړل شي، کيسه به تر بدو بتره شي.

امريکا به فکر کوي چې د دوی او پاکستان ملګري طالبان د افغانستان خونړي خلک دي، خو دې ته يې فکر نه دی چې طالبان د دې هېواد يوه تر ټولو خواره، رټل شوې او په نس مزدوره طبقه ده.

طالب د جومات د مالکيت دعوه نه‌شې کولای، د هېواد به څه وکړي، خو په دې سربېره يې هم ورسره د ناز جګړې له امريکا نوولس کاله وخت واخيست.  دا چې د دې خاورې اصلي څښتن له امريکا زړه ټول کړي او لاس پورته کړي، بيا خو دا سړی د بايللو لپاره هيڅ نه لري او لاس يې هم دومره اوږده دي چې د نړۍ تر هره کونجه رسېږي.

بيا به د جګړې خبرې په لسو ورځو کې نه خلاصېږي، لسيزې به وځي او د انکل سام غاښونه به هم سلامت نه وي پاتې.

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

د ارګ لپاره ناسمه سیالي پیل شوې

Jun 02, 2019 29

په افغانستان کې سیاسي لوبې یوه نوي شرمونکي پړاو ته ور دننه شوې چې پکې سیاستوال د خپل سیال د را غورځولو لپاره پر ننګ او عزت پښه ور واړوله او داسې مسالو ته یې لاس ور اوږد کړ چې د [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک