عمران خان؛ امریکايان او طالبان په اسلاماباد کې خبرې کوي
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هېواد يې سبا (دوشنبه) په اسلاماباد کې د امریکا او طالب مشرانو ترمنځ د افغان سولې په اړه په خپلو کې مخامخ خبرې تنظیم کړې دي.
د پاکستان لومړي وزیر دا څرګندونې په پېښور کې یوې غونډې ته په وینا کې وکړې چې په وینا يې، پاکستان د افغانستان د جګړې د سولهییز حل ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاري کوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور لهمخې، عمران خان ویلي دي چې امریکا اوس پاکستان ته دا نه وايي چې د طالبانو پر ضد لا نور ګامونه واخلي، بلکې په افغانستان کې پر سولهییز حل ټینګار کوي او په دې برخه کې د پاکستان د همکاري غواړي.
وسلهوالو طالبانو په دې غونډه کې د ګډون په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
0 دیدگاه