قریشي؛ راتلونکی کال کې د افغانانو لهپاره ستره ډالۍ سوله ده
د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په کابل کې درې اړخیزه غونډه وکړه چې په دې غونډه کې دريو واړو د افغانستان او سیمې د وضعیت تر څنګ تر ډېره له ترهګري سره پر ګډې مبارزې، د سیمې پر اقتصادي پرمختګ او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو متمرکزه وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني د دې ناستې پر مهال یو ځل بیا د افغان سولې راوستلو بهیر کې له پاکستانه د عملي او رښتيني ګامونو اخیستلو غوښتنه وکړه.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ بیا له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني او په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي.
په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، هڅه کوي د کابل او اسلام اباد تر منځ رامنځته شوې بې باورۍ فضا، د باور په فضا بدله کړي چې په وینا يې راتلونکی کال د افغانستان د خپلواکي بیا اخیستلو سلمه کالېزه ده او په دغه کال د افغانانو لهپاره تر ټولو لویه ډالۍ سوله راوستل دي.
د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په تېره ډسمبر میاشت کې په پیکېنګ کې خپله لومړۍ درې اړخیزه غونډه کړې وه.
0 دیدگاه