د جنوبي اسيا مډال د دوو افغانانو په لاس کې
۲۵ قوس ۱۳۹۷ 1060 0 نظر نسيمه باري

د جنوبي اسيا مډال د دوو افغانانو په لاس کې

زه ډېره خوشاله يم چې نن مې د جنوبي اسيا هېوادونو د الهام ورکوونکيو ځوانانو مډال تر لاسه کړ او د نړۍ په دېرش غوره ځوانانو په لېسټ کې زما نوم هم و. دا مډال د سارک هېوادونو تر څنګ د ګڼ شمېر نورو هېوادونو هغو ځوانانو ته ورکول کېږي چې د پام وړ برياوي ولري او خپل هېواد ته يې په بېلابېلو برخو کې خدمتونه کړي وي.

د دې سيالۍ لپاره غوښتنلیک په انلاین بڼه کېده، ما هم د ځوانانو نړیوالې ټولنې وېب‌سایټ ته خپل مالومات «زده‌کړې، د ژوند د ستونزو سره مبارزه، کورنۍ مسولیت، ادبي او فرهنګي فعالیتونه، مسولیتونه، لاس ته راوړنې» ورواستول، خو زړه ته مې نه لوېده چې زه دې په دې سيالي کې بريالۍ شم او دا مډال دې وګټلای شم، خو له نېکه مرغه چې دوې میاشتې وروسته مې ایمیل تر لاسه کړ او راته ليکلي يې وو چې تاسې خپل کور، ټولنې او افغان ملت ته د ښې خدمتګارې نجلۍ په توګه غوره شوې یاست. زما په ادبي، ژورناليسټيک او مدني فعالیتونو کې تر ټولو مهم کار دا بلل شوی و چې څلور کاله مې په داوطلبانه ډول له يوې محلي راډيو سره کار کړی و.

د دې پروګرام موثريت او اهميت دا و چې د دې پروګرام له لارې مو ښځو ته عامه پوهاوی ورکړی و. د دې سره سره د فیفا ادارې سره په داوطلبانه ډول د کندهار ولایتي مسولې په توګه کار کوم.  

کله چې خبره شوم چې مډال مې ګټلی دی، ډېره حيرانه شوم، د حيراني علت مې دا و چې زموږ په ټولنه کې د ښځو لپاره په راډيو کې کار کول عیب ګڼل کېږي او ان دا چې ډېری نجونې خپل اصلي نومونه هم نه‌شي يادولای، خو دا اداره بيا زما دا کار ستايي او ما ته یې مډال راکړی. نورې نجونې خو څه کوې زه به د ځان خبره وکړم. زما کورنۍ تر اخېره پورې زما د دې کار خلاف وه او په راډيو کې زما کار ته يې په ښه سترګه نه کتله، خو بیا هم ما د دې ټولو مخالفتونو سره سره خپل کار ته دوام ورکړ او دا کار مې د خپلې ټولنې، په تېره بيا د ښځو لپاره ستر خدمت باله.

 ما څلور کاله په هلمند ولایت کې د «موسکا» راډیو سره په ژوندۍ بڼه د «ژوند او مېرمن» په نوم خپرونه چلوله او په دې خپرونه کې مو د ښځو پر زده‌کړه، پوهې، حقوقي، فرهنګي او ټولنیزو موضوعاتو باندې بحث کاوه. ښځو  به د ټلیفون له لارې خپلې ستونزې راسره شریکولې او د خپرونې مېلمنې به د حل لپاره هغوی ته لازمي مشورې ورکولې.

زه باور لرمه چې تر ما ډېرې تکړه او بااستعداده خويندې په را‌ډيوګانو کې کار کوي، هم يې ډېر زيار ګالي او هم يې د کار کيفیت ښه دی، خو دا زما نېکمرغي ده چې دا مډال ما ته راکول شو. د يادونې وړ ده چې دا سيالي تېر کال د هندوستان په بمبېشور ښار کې تر سره شوې وه او سږ کال د سرې لنکا په مرکز «کولمبو» ښار کې تر سره شول چې شا او خوا د «۲۰» هېوادونو استازو په دې پروګرام کې ګډون درلود.

په دې پروګرام کې د افغانستان په استازیتوب ښاغلي محمد اشرف حيدري هم ګډون وکړ چې په سريلانکا کې څو اوونۍ مخکې د افغانستان سفیر ټاکل شوی دی، که څه هم ښاغلی د پروګرام په اړه خبر نه وو خو زموږ په بلنه یې خپل ټوله کارونه پرېښود او د افغانستان په استازیتوب یې پروګرام کې ګډون وکړ. ښاغلی حېدري د خپل استعداد پر اساس په پروګرام کې د داور په صفت هم وټاکل شو. د دې تر څنګ د افغانستان په نماینده‌ګی ښاغلي سید رحیم موسوي او ښاغلي الیاس اسرار هم ګډون درلود او ښاغلی موسوي د وینا کوونکيو څخه یو تن هم و چې په ډېره ښه توګه یې خپله وینا وړاندې کړه.

 په دې سیالي کې د ښځو په نماینده‌ګي ما د ښې خدمتګارې نجلۍ او په نارینه‌وو کې ښاغلي پامیر حساس خپل ملت ته د ښه خدمتګار ځوان جایزه تر لاسه کړ.

زه د دې جایزې مبارکي هغه ټولو نجونو او ښځو ته وایم چې د ګڼ شمېر کلتوري محدودیتونو سربېره ټولنې ته خدمت ترسره کوي او د کلک هوډ سره مخ پر وړاندې روانې دي. افغان مېرمنې هم د نړې د نورو ښځو په شان د ژوند په هره برخه او میدان کې کار کولای شي، خو بس خبره ټوله د فرصت او زمینه‌سازي ده که افغان مېرمنې هم د نورو هېوادونو په شان په ټولنیزو موضوعاتو کې فرصتونه ولري او زمینه‌سازي ورته وشي، هغه ورځ به لېرې نه وي چې د نړۍ د نورو هېوادونو د کامیابو ښځو په قطار کې به د افغانستان ښځو نوم هم لکه لمر وځلېږي.

د یادونې وړ ده چې زه د افغانستان په استازیتوب د جنوبي اسيا د ښځو د کمېسیون د یوې غړي په صفت هم وټاکل شوم.

د نړۍ له سیالي وروسته پاتې افغانستان هر ځوان او ځوانه دې لکه لمر وځلېږي، هغه که زه یم او یا نور افغان ځوانان.

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

Apr 01, 2020 29

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او [...]

زلمي خليل‌زاد ته!

Mar 23, 2020 29

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

Mar 20, 2020 29

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک