پريا پرکاش تر سني ليون ګام واړاوه
۲۴ قوس ۱۳۹۷ 2318 0 نظر سرخط

پريا پرکاش تر سني ليون ګام واړاوه

وروسته تر هغې چې پریا پرکاش په ټولنیزو رسنیو کې د یوې جالبې ویډیو په خپرولو سره په ټول هندوستان کې شهرت پیدا کړ، ځکه خو سږ کال په ګوګل کې تر ټولو ډېره لټول شوې ده او په دې سره يې د هندي سینما بالیووډ ستورې سوني لیون څو قدمه شا ته پرېښوده.

د هندي سینما مشهورې اداکارې پریا پرکاش په "اورو اډار لو" فلم "مانیکیا مالاریا پووري" سندره کې یو ویډیوي کليپ په خواله رسنیو کې غوغا جوړه کړه.

په دې لنډ کليپ کې پرکاش یوه هلک ته سترګک وهي او د لاس په ګوتو د تومانچې داسې ډزې کوي چې د ځوان په زړه کې زخمونه پیدا کوي چې په دې سره ان د محمد شهزاد په ګډون د کرېکټ ډېرو لوبغاړيو يې د لوبو پر مهال تقلید او پېښې وکړې.

په هندوستان کې د دې ویډیو په ډېرو کتلو سره پرکاش سږ کال په ګوګل تر ټولو ډېره سرچ یا لټول شوې اداکاره وبلل شوه.

په دې نوملړ کې دویم نوم د بالیووډ سینما اداکارې پرینکا چوپړا د خاوند نک جونز راغلی، درېیم مقام بیا د ګډا مشهورې ادارې سپنا چودري خپل کړی، څلورم پرینکا چوپړا راغلې او د حیرانۍ خبره لا دا چې په دې نوملړ کې پنځم مقام د سونم کپور مېړه آنند اهوجا تر لاسه کړی دی.

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک