د ګوګل له مرستیال اپليکشن سره به مو لا ورځ ښه شي
۲۴ قوس ۱۳۹۷ 956 0 نظر سرخط

د ګوګل له مرستیال اپليکشن سره به مو لا ورځ ښه شي

دا مهال په نړۍ کې داسې کوم کار پاتې دي چې ګوګل یې په اړه له موږ سره مرسته و نه ‌کړي؟ که د هر سوال ځواب غواړئ، که د کوم ځای پته درته مالومه نه وي، یا د یوه توکي د بيې په اړه مالومات غواړئ، ګوګل حاضر دی چې له موږ سره بشپړه مرسته وکړي.

دا کار هم سخت نه دی چې ګوګل له خوبه په بیدارېدو کې مرسته و نه کړي یا ګوګل ستاسې د خونې ګروپ په روښانولو کې پاتې راشي. که تاسې له هغو کسانو یاست چې د سهار له خوبه را پاڅېدل درته لکه پر غره ختل ښکاري، د ګوګل د نوي اپليکشن اسيسټنټ «مرستیال» په رامنځ ته کېدو سره تاسې ته په ژوند کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې.

د ګوګل نوی مرستیال له تاسې سره د ورځنيو کارونو په سر ته رسولو کې بشپړه ونډه اخلي. هر وخت چې وغواړئ یو ځای ته ولاړ شئ، د خپلې کوټې ګروپ روښانه کړئ، میوزیک ته غوږ ونیسئ، څه وخت وغواړئ ویده شئ او همدا ډول د ژوند په نورو چارو کې درسره دا مرستیال مرسته کوي.

له دې نوې ټکنالوژي د مرستې اخيستلو لپاره د اینډرايیډ کاروونکي کولای شي، د کلاک اپليکشن په وسیله ګټه پورته کړي. یانې تاسې به یوازې امر کوئ او مرستیال اپليکشن به کارونه په خپله سر ته رسوي. مثلاً که تاسې یوازې وواياست، "سهار په خیر" مرستیال به ستاسې د کوټې ګروپونه روښانه کړي، په کوټه کې د کافي جوړولو ماشین به درته چالان کړي او ټلوېزیون به درته روښانه کړي.

دغه راز، د ورځنیو چارو په سر ته رسولو کې د الارم ساعت په توګه ترې هم ګټه اخيستلای شئ او هر وخت تاسې ته د امر کولو اړتیا هم نه پېښېږي، ځکه دا مرستیال دومره ځیرک دی چې ډېری وخت تاسې ته لکه په انټرنيټ کې د خپلې خوښې وېب‌سایټونه او نور د اړتیا وړ مواد هم پرانیزي.

زياتي چارجر ته ډېره اړتيا نه‌شته

Dec 29, 2019 29

اوس په ځیرک موبایل کې د لېتیم ایون او لېتیم پلېمیر بېټرۍ کارول کېږي، خو دا ځل په ۲۰۲۰ کال چې پکې کوم بدلون را روان دی، د سکرین، کېمرې او انځور په  هکله نه، بلکې د ګرافین په نوم د [...]

بې‌پيلوټه الوتکه يو متر شوه

Dec 23, 2019 29

یوې ترکي کمپنۍ د سونګار په نوم یوه بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې پر یو ټوپک او ۲۰۰ ګولیو سمبال ده.

د واټس‌اپ بڼه بدلېږي

Dec 18, 2019 29

د وټس‌اپ شبکې دننه یوه سرچینه وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې به زیات پخوانیو سافټویرونو کې د وټس‌اپ اسانتیا له منځه لاړه شي او کېدای شي چې د ډسمبر په ۳۱مه په موبایل کې غیرفعال شي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک