ارګ: له طالبانو سره به سوله له خلکو پټه نه وي
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر اشرف غني وايي له طالبانو سره به هېڅ راز سوله له خلکو په پټه و نهشي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د خلکو له غوښتنې پرته د پردې شا ته به د سولې هېڅ راز موافقه ونهشي او په دې برخه کې هره پرېکړه به پارلمان او خلک تصویب کړي.
ارګ دا خبر داسې مهال خپروي چې په دې ورستیو کې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې هلو ځلو هیلې راټوکولي او افغان سولې د ټینګښت په برخه کې امریکا زلمی خلیلزاد خپل استازی ټاکلی چې تېرو څو اوونیو کې يې له طالب استازیو په قطر او اسلاماباد کې هم کتلي دي.
0 دیدگاه