۲۴ قوس ۱۳۹۷ 1038 0 نظر سرخط

"د طالب قوماندانانو له منځه وړل زیاتېږي"

ځینې افغان امنیتي چارواکو وايي، د طالبانو د جګړې د ډګر هغه قوماندانان په نښه کېږي چې د سولې د خبرو مخالف دي.

د نوم نه ښوولو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ځینو امنیتي سرچينو ویلي، د طالبانو د جګړې د ډګر قوماندانان د سولې د هڅو لپاره خورا لوی خنډ دي چې په وینا يې، افغان امنیتي ځواکونو او امریکایانو د سولې خبرو ته د لار اوارولو لپاره د دغو قوماندانانو د له منځه وړلو پلان جوړ کړی دی.

دا خبره داسې مهال په ډاګه کېږي چې افغان او امریکايي هوايي ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کې په هلمند، غور او پکتیکا کې د طالبانو درې والیان ووژل.

ملي پراختیا شرکت ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابروي

Apr 01, 2020 29

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې له غړیو سره کتنه کې ټینګار کړی چې د ملي پراختیا شرکت به، د یوې میاشتې په لړ کې ۴۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره [...]

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره خپله نوې استازې معرفي کړې

Mar 25, 2020 29

ملګرو ملتونو د یاممتو پر ځای د افغانستان لپاره خپله نوې استازې معرفي کړې ده.

ترانسپورټ وزارت سږ کال ۱۲.۳ میلیارده افغانۍ عواید ټول کړي

Mar 14, 2020 29

ترانسپورټ وزارت وايي، سږ کال د ټرانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو له لارې ۱۲.۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک