په خوست کې د سولې ولسي حرکت پيل شوى
په خوست کې د يو شمېر ځوانانو، سپينږيرو او ماشومانو په ګډون د "افغان سولې خوځون" په نوم د سولې ولسي خوځښت پيل کړ.
دا کاروان له خوست ښاره پيل شوى چې لومړی د دې ولايت ټولو ۱۲ ولسواليو او بيا له هغه ځايه د پکتيا، لوګر او د هېواد نورو ولايتونو ته د سولې پلی ولسي سفر پيلوي.
هغوی ټولو په يو غږ "سوله او امن غواړو، جنګ او افغانوژنه بس ده" شعارونه ورکول او همدا ډول يې ليکلي شعارونه هم له ځان سره لېږدول.
د سولې ولسي خوځښت يو تن غفور جان رسنیو ته ویلي، تر هغې به دې حرکت ته دوام ورکوي چې څو يې په افغانستان کې جګړه نه وي ختمه شوې چې په وینا يې د هلمند د سولې کاروان او همدا ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ چې مشري يې منظور پښتين کوي، هم په اړيکه دي او د سولې او امن د راتګ لپاره به په ګډه هلې ځلې کوي.
0 دیدگاه