حنیف اتمر د سولې مذاکراتي ټیم غیرمشروع بولي
د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر د یوې اعلاميې له لارې د سولې په برخه کې د افغان حکومت پر وروستیو هلو ځلو سختې نیوکې کړې او دا هر څه یې د "سیاسي ګټو او ټاکنو لپاره کمپاین" بللي.
ده په خپله رسمي ټويټرپاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکایي چارواکيو او طالبانو وروستیو اړیکو ته هیلهمن دی، خو په وینا يې د سولې مذاکراتو لپاره د افغان حکومت له خوا ټاکل شوی ټیم مشروعیت او د دې چارې لپاره مناسب مهارت نه لري.
ده همدا رنګه ویلي، د افغانستان د سولې عالي شورا په تېرو کلونو کې د سولې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې او دا ارګان باید د سولې په خبرو کې له پامه و نه غورځول شي.
افغان حکومت تېره میاشت له وسلهوالو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره مذاکراتي ټيم او د سولې مشورتي بورډ جوړ کړل چې تر ډېره پکې پخواني جهادي قوماندانان او د افغانستان په سیاست کې ښکېلې مشهورې څېرې لېدل کېږي.
0 دیدگاه