د انوشکا او ویرات د واده یو کال پوره شو
د هندوستان د کرېکټ مشهور ستوري ویرات کولي او د دغه هېواد د سینما ښاپېرۍ انوشکا شرما د واده یو کال پوره شو. دواړو پر ټویټر د خپل واده انځورونه خپاره کړي او یو بل ته يې د خوشحالۍ څرګندونې کړې دي.
ویرات کولي له خپلو تصویرونو سره لیکلي، هېڅ باور نه کوي چې د واده دې يې یو کال پوره شوی وي او په وینا يې داسې احساس کوي، لکه پرون یې چې کړی وي.
ویرات کولي خپلې میرمنې ته د واده په لومړۍ سالګرې کې مبارکي ورکړې او هغې ته یې د یو ښه دوست خطاب کړی دی.
بلهخوا انوشکا شرما بیا یوه لنډه ویډیو خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي، "کله چي له یوه َه انسان سره واده وکړې، داسې ښکاري لکه په جنت کې چې ژوند کوې".
0 دیدگاه