عجیبه زمانه او عجیب داستانونه !
۲۱ قوس ۱۳۹۷ 1032 0 نظر ظريفه غفاري

عجیبه زمانه او عجیب داستانونه !

پنځه میاشتې کېږي د ولسمشر د حکم په اساس د ازادې سیالۍ له لارې د میدان‌وردګ ښارواله وټاکل شوم، دا بست نه چا په خیرات کې راکړی او نه هم په کوم تنظیم او حذب کې په برخه را رسېدلی او نه مې هم واسطه تر لاسه کړی، طرحه مې لیکلې او ازموينه مې ورکړې او په خپله وړتیا او سیالي مې ګټلی، خو تر دې مهاله خپلې دندې ته د ولایتي ادارې له لوري نه یم معرفي شوې، ځکه چې مېرمن یم.

که د وردګ اوسېدو موضوع مطرح وي ځينې عالي جنابان چې تر ما وروسته مقرر شوي ولې دندې ته د هغه چارواکي له لوري معرفي کېږي چې زما فرمان او مکتوب د مېز په خانه کې ږدي او یو نارینه په افتخار معرفي کوي.

ولې د دوی په مقابل کې ولسونه نه پاڅېږي، که زیر کاسه نیم کاسه است؟

ولې پخواني والي شاه جهان د ګوتو په شمار کسان زما پر وړاندې ودرول او اوسنی والي یې هم پالي؟

ايا په دې وطن کې به موږ تر کله د مېرمن اوسېدو پور پرې کوو او نارینه له بوټونو سره راپکې خېژي؟

ځواب راکړئ، موضوع څه ده غله نه یم، وطن‌پلورنکې نه یم او که مېرمن یم؛ نو ولې یې من حیث د یوه انسان بیه پرې کوم؟

زما له کامیابېدو وروسته حکومت د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په موخه زما موضوع دومره رسنیزه کړه چې د طالب دښمني مې واخیسته، کورنۍ ته مې خطر متوجه شو، هر دم له تشویشونو او ګواښونو سره مخ یم، تر کله او ولې؟

خو تر بل هر چا مې د دغه نظام ننګه کړې چې زما ټول فعالیتونه په دې ګواهي ورکوي او تر ننه مې چې غږ هم نه کاوه، د همدې لپاره چې د نظام ملي او نړیوال سټيج زیانمن نه کړم او دوی به مې حد اقل غږ واوري، خو چې نن مې د نارینه او ښځينه تر منځ د جنسیتي ښکاره تبعیض پوسټ ولید؛ نو مجبوره شوم او تاسې مې هم مه ملامتوئ.

د خدا لپاره حد اقل نن ځواب راکړئ، ولې او تر کله به د خویندو پر حق تېری کېږي او ولې دومره څوک نه‌شته چې له مېرمنو څخه د وطن په ابادي کې کار نه اخلي؟

لطفاً مقنع ځواب غواړم، هره دروازه مې وټکوله، څوک مې غږ نه اوري، تاسې ولسونه مې ملتیا وکړئ، زه څه وکړم؟

 

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

Apr 01, 2020 29

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او [...]

زلمي خليل‌زاد ته!

Mar 23, 2020 29

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

Mar 20, 2020 29

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک