نور به د زورور تذکره نه کتل کېږي؛ د امنيت شورا سلاکار خپلسرو توپکوالو ته ګوته وڅنډله
که څه هم په افغانستان کې یو ولسواک حکومت، اساسي قانون او نور نافذه قوانین، دولتي، په ځانګړې توګه امنیتي او دفاعي ادارې، وسلهوال پوځ، ملي پولیس او د ملي امنیت ځواکونه، عدلي او قضايي ارګانونه او ملي شورا شته، خو بیا هم زورواکي او نامسوول وسلهوال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کوي.
دغو زورواکيو او نامسووله وسلهوالو نه یوازې عامو خلکو، بلکې دولت ته هم سرخوږی جوړ کړی او ډېر کله د حکومت او قانون پر وړاندې درېدلي دي.
دغه زورواکان او نامسووله وسلهوال چې په پخوانیو جهادي ډلو او اوسنيو سیاسي ګوندونو، مافیايي کړیو او ان ځینې یې د بهرنیو هېوادونو له استخباراتو سره تړلي، له لسیزو راهیسې د هېواد په ډېری ولایتونو کې فعال دي او تر ډېره د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال دومره پیاوړي او وپړسول شول چې اوس یې ټکول ستونزمن شوي دي.
دغه ناقانونه او شخصي ملېشې د هېواد د ملي امنیت لهپاره هم په جدي ګواښ بدلې شوي. د قانون او بشري حقونو په نقض، د عامو خلکو په وژلو، وهلو ـ ډبولو، شکنجه کولو او په زوره له هغوی نه په باج اخیستو تورنې دي.
که څه هم دغه ډلې اوسمهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پوره ځواک لري، خو داسې ښکاري چې حکومت یې هم پر وړاندې مبارزې ته مټې رابډوهلې او پر ضد یې د جدي اقدام خبر ورکوي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې د سهشنبې په ورځ یې د ولسوالانو په ملي کنفرانس کې خبرې کولې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې فعالو زورواکانو او نامسوولو وسلهوالو ته ګواښ وکړ چې پر وړاندې به یې جدي اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د مستندو شواهدو او شکایتونو له مخې به له تفکیک پرته ټول زورواکي او نامسوول وسلهوال د قانون منګولو ته وسپاري.
محب خلکو ته ډاډ ورکړ چې د زورواکيو او نامسووله وسلهوالو پر ضد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو اراده پیاوړې ده او په هر حالت کې به د یادو ډلو پر وړاندې پیل شوې مبارزې ته دوام ورکړي.
په هېواد کې د ملي یووالي حکومت په لومړي ځل د یادو ډلو پر نیولو لاس پورې کړ چې د افغانانو له لوري په بېسارې کچه د حکومت دغه اقدام وستایل شو، خو یادو ډلو ته اړوندو ځینو ډلو بیا د حکومت د دغه کار پر وړاندې غبرګون وښود.
افغان ځواکونو تر اوسه د یو شمېر کوچنیو زورواکيو او نامسووله وسلهوالو د نیولو ترڅنګ، څو میاشتې وړاندې په شمال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی او د سلګونو نامسووله وسلهوالو قوماندان نظامالدین قیصاري، د فراه د ملي امنیت مخکېنی رییس او په دغه ولایت کې نامسووله وسلهوال رحیمالله، په میدان وردګو، غور او دایکندي کې د نامسووله وسلهوالو قوماندان عليپور او د پلازمېنې کابل په نوي ښار سیمه کې د تمیم شنسب په نوم یو زورواکی نیولی او له عليپور پرته نور د حکومت په بند کې دي.
د یادو کسانو پر وړاندې د افغان ځانګړیو ځواکونو اقدام د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی. دغه راز د دغو نامسووله وسلهوالو او زورواکيو یو شمېر پلویانو بیا د د دوی د نیولو په غبرګون کې د حکومت پر وړاندې سړکونو ته راوتلي او د یادو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
خو حکومت له عليپور پرته د خلکو له لاریونو سره سره یاد کسان خوشې کړي نهدي او عليپور یې هم له پراخو لاریونو وروسته چې د پولیسو په ګډون لسګونو کسانو ته پهکې مرګژوبله واوښته، د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت خوشې کړ چې د امنیتي مسوولانو په وینا، دوسیه یې لا پاتې ده او ژر تر ژره به وڅېړل شي.
د حکومت دغه کار د عامو افغانانو غوسه راپاروله او د زورواکیو او نامسووله وسلهوالو پر وړاندې یې د حکومت پر بېغورۍ توندې نیوکې وکړې.
بلهخوا د ملي امنیت شورا دفتر په هېواد کې د زورواکیو او ناقانونه وسلهوالو د راج پای ته رسولو په موخه ځانګړې طرحه جوړه او تایید کړه چې د امنیتي مسوولانو په وینا، د ملي امنیت شورا تر تایید وروسته به عملي شي.
که څه هم یو شمېر کسان او ډلې د زوراکیو او نامسوولو وسلهوالو پر وړاندې د حکومت اقدام د هغوی پر ضد توپیري چلند او د ولسمشریزو ټاکنو لهپاره کمپاین بولي، خو ګڼ شمېر عام افغانان یې بیا پر وړاندې د افغان ځواکونو هر ګام مثبت ګڼي او ټینګار کوي چې دغه ډلې باید قانون ته غاړه کېږدي او حکومت یې هم باید پر ضد جدي ګامونه واخلي.
اوس چې حکومت د زورواکیو او نامسووله وسلهوالو پر وړاندې مبارزې لهپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړې او د هغوی پر وړاندې پر خپل غوڅ دریځ او مبارزې ټینګار کوي، و به لیدل شي چې په بشپړه توګه یادې ډلې مهارولای او نیولای شي او کهنه.
0 دیدگاه