پاکستان په تور ليسټ کې شامل شو
د امريکا د بهارنيو چارو د وزير مايک پمپيو له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د امريکا د حکومت له خوا پاکستان د مذهبي ازادیو د نړیوال قانون په اساس، د هغو هېوادونو په کالني لیسټ کې شامل شو چې پکې د اقلیتونو له مذهبي ازادیو سرغړونې کېږي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې پاکستان د هغو هېوادونو په ډله کې له تېر یوه کاله راهیسې څارل کېده چې خلک پکې مذهبي ازادي نه لري او له مذهبي ازادیو یې سرغړونه کېږي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي پمپیو له خولې ویل شوي چې د نومبر په 28مه برما، چین، اریتریا، ایران، شمالي کوریا، پاکستان، سوډان، سعودي عرب، تاجکستان او ترکمنستان د "ځانګړي تړاو" له مخې د مذهبي ازادیو د سرغړونې پر سر، په تور لیسټ کې شامل شول.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې سربېره، افريکایي هېواد کوموروس، روس او ازبکستان هم د څارنې ځانګړي لیسټ ته اچولي.
0 دیدگاه